د کابل-جلال اباد پر لویه لار ترافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او پنځه ټپیان شوي

اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره په دوو جلا ترافیکي پېښو کې درې کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې یو عیني شاهد مطیع الله وایي، چې دغه ترافیکي پېښې تېر ورځ (چهارشنبه، ۲۵ د چنګاښ) مازدیګر مهال د کابل-جلال اباد د لویې لارې په مربوطاتو کې رامنځته شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې لومړۍ پېښه د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو کرولا ډوله موټرو ترمنځ شوې، چې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي.

د هغه په خبره دغه راز يوه بله ترافيکي پيښه د لغمان اړوند «عزیز خان کڅ» سیمه کې د ټوډي او سوزکي موټر ترمنځ شوې، چې پر مهال یې یو کس خپل ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.

په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ترافیکی پيښې زياتې شوې دي.

له دې یوه ورځ وړاندې د هلمند د واشېر ولسوالۍ اړوند «کارېز» سيمه کې د کابل-هرات پر لويه لار د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ د يوې ترافيکي پيښې له امله  ۱۱ کسان مړه او څلور ټپیان شوي وو.

د موټر چلوونکو بي احتياطي، د ترافيکي مقرراتو نه مراعاتول، د موټر چلوونکو له خوا د نشه یي توکو کارول، په زیات سرعت تګ او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د دغه پيښو د رامنځته کيدو اصلي لامل یادیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه