یو بام او دوه هوا؛ طالبان د ټولنیزو رسنیو خپل ملاتړي نازوي، خو نیوکه کوونکي تر زندان رسوي

کونړ او نورستان ولایتونو کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي شکایت کوي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبین یې په ټولنیزو رسنیو کې فعالیتونه د شریعت او اخلاقي ارزښتونو خلاف بولي او پر دغه تور یې له فعالیت منع او زنداني کوي.

دوی وايي، ډېری مهال خو د طالبانو د امربالمعروف غړي ترې په ټولنیزو رسنیو کې د اسلام ضد فعالیتونو او خپرونو جبري اعتراف اخلي او له دوی له دې فعالیته د لاس اخېستو په موخه ضمانت هم غواړي.

دغه ځوانان دغه راز وايي، چې ګڼ شمېر طالبان د ولسي احساساتو ضد فعالیتونه او څرګندونې کوي؛ خو د طالبانو تر سیوري لاندې خلاصې تڼۍ ګرځي.

د کونړ د مرکز اسعد‌آباد ښار اوسېدونکی نقیب الله چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو له لوري د ټولنیزو رسنیو د داسې کارونې په تور چې ګواکې د طالبانو رژیم خلاف دي نیولی و او وايي، طالبانو پرې د اسلامي او هېوادنیو ارزښتونو ضد فعالیتونو تور پورې کړی و چې له نیول کېدو وروسته یې ترې جبري اعتراف هم اخېستی دی.

دی زیاتوي چې طالبانو له نیول کېدو وروسته د څو ورځو لپاره زندان ته هم لېږدولی و او هلته یې په وهلوـ ډبولو له ټولنیزو رسنیو لاس په سر کړی دی.

نقیب الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې خپله ترخه کیسه بیانوي: «زه څو میاشتې وړاندې د طالبانو امربالمعروف کسانو ونیولم چې ته ولې فیسبوک او ټېک ټاک کاروې، راته یې ویل مونږ خبر شوي یو چې ته په ټېک ټاک کې له جینکیو سره لایف خبرې کوې، ما ورته وویل چې ما جینکیو سره خبرې نه دي کړي یوازې ټېک ټاک او فیسبوک کاروم او فعالیت پکې کوم؛ خو هغوی ونیولم اول یې بندي کړم بیا یې رانه جبري اعتراف واخېست چې ګواکې ما ټېک ټاک کې له جینکیو سره خبرې کړي او یا مې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سپکاوی کړی. ما هېڅ داسې فعالیت نه دی کړی چې د اسلامي یا افغاني ارزښتونو خلاف وي، دا راباندې طالبانو په زور دا ډول خبرې کړي.»

نوموړي دغه راز په زندان کې د طالبانو له لوري له سختې شکنجې پرده پورته کوی او په خبره یې چې طالبان د جبري اعتراف لپاره ان د برېښنا له شارټۍ هم کار اخلي.

نقیب الله زیاتوي که یې د جبر له مخې طالبانو ته اعتراف نه وای کړی پر اوږد تنفیذي بند به محکوم او یا دا چې د هغوی تر شکنجې لاندې به یې ژوند بایللی وای.

د ټولنیزو رسنیو دغه فعال چې د طالبانو په زندان کې شکنجه خوړلې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «زه یې یوه هفته په زندان کې اچولی وم، زندان کې یې سخت وهل ـ ډبول راکول، جبري اعتراف لپاره یې راته څو ځلې د برق شارټي هم راکړه، ما د خپل ژوند د ژغورنې لپاره جبري اعتراف هم وکړ، که مې اعتراف نه وای کړی یا یې درې کاله قید راکاوه او یا یې هم په وهلوـ ډبولو مړ کېدم، هلته په زندانونو کې بندیانو ته هېڅ د انسان په سترګه نه کتل کېږي، سخت وهل او ډبول ورکول کېږي، په رسنیو کې د طالبانو دا خبرې چې بندیانو سره ښه چلند کېږي او یا ورته خدمات رسېږي ټول درواغ دي.»

د کونړ مرکز اسعدآباد ښار چې ځايي خلک یې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبینو له سختو بندیزونو تر پوزې راغلي دي/ خواله رسنۍ

د ټولنیزو رسنیو فعالان دغه راز شکایت کوي چې د طالبانو امربالمعروف محتسبین نه یوازې د خپلو انځورونو او وېډیوګانو د خپرولو اجازه نه ورکوي؛ بلکې پر زندان د محکومولو ګواښونه هم ورته کېږي.

دوی وايي، د طالبانو دې بندیزونو له رواني اړخه سخت ځپلي او اندېښنه لري که د طالبانو رژیم دا برخه نرمه نه کړي ځوانان او ځايي خلک به د درېیو لسیزو شاته مزل وکړي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی سردارولي ساپي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «امربالمعروف کسان مونږ ته هر وخت دا خبرې کوي چې په فیسبوک او ټېک ټاک کې به خپل عکسونه نه نشروئ، که مو نشر کړل بیا به بندیان کېږئ او حتا د کورنۍ غړي به مو هم بندیان شي، د طالبانو دغو بندیزونو او فرمایشاتو نور لېوني کړو، قسم چې د اعصابو تکلیف یې راته پیدا کړی، نه پوهېږو دوی مونږ بېرته دیرش کاله وړاندې وخت ته بوځي که کوم بل هدف لري، اوس خو د ټکنالوژۍ او ساینس دور دی، دوی باید له دې مسایلو لاس واخلي.»

کونړ مېشي دغه راز وایي، چې د پاکستان ضد او کوزې پښتونخوا د ملت پالو فعالانو په ملاتړ د څرګندونو له امله هم د طالبانو له لوري پرې بندیزونه لګېږي او حتا ډېری مهال د طالبانو استخبارات یې زنداني کوي.

دوی وايي، د ډله‌ییزو رسنیو په څېر د ټولنیزو رسنیو پر استعمال هم سانسور لګېدلی او هغوی چې د طالبانو د طبعیت برابر فعالیت ونه کړي توهین او ځورول کېږي.

د کونړ د شیګل ولسوالۍ اوسېدونکي فریدالله شینواري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «ما څه موده وړاندې د پاکستان د حکومت پر ضد او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ پوسټونه کړي وو چې د طالبانو استخباراتو ونیولم او زه یې د دوو هفتو لپاره په دې خاطر بندي کړم چې ته ولې د پاکستان خلاف غږېږې او دلته د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ خلک را بلې، سخت وهل ـ ډبول یې راکړل، ډېر توهین یې زما وکړ، حتا زما د کورنۍ حیثیت پورې یې هم بدې ردې وویلې.»

د نورستان د مرکز پارون اړونده سیمه چې د کونړ په څېر د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبین د ټولنیزو رسنیو فعالان په بېلابېلو تورونو له فعالیته منع کوي او ان د زندان تورو تیارو ته یې رسوي/ خواله رسنۍ

دغه راز نورستان کې هم د ټولنیزو رسینو فعالان شکایت کوي چې طالبان یې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف پر فعالیت تورنوي په داسې حال کې چې دوی له طالبانو ډېر اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن دي.

ځوانان ادعا کوي، طالبان هغه فعالان اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په نه احترام تورنوي چې له طالبانو سره فکري اختلاف لري او په ټولنیزو رسنیو کې د حاکم رژیم په ګټه تبلیغات نه کوي.

د نورستان د پارون اوسېدونکی وفي الله نوري له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل:«طالبان په نورستان کې هغه کسان د منکراتو د خپراوي، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په بې احترامۍ نیسي او بندیزونه پرې لګوي چې له دوی سره د فکر اختلاف لري او یا د طالبانو حکومت ته په سوشل مېډیا کې فعالیت نه کوي، د دوی د رهبر او نظام ستاینه نه کوي.»

نورستان مېشتي بیا د طالبانو حکومت پر دوه ګوني چلند تورنوي چې ګواکې یوازې د خپلو ناهمفکره کسانو ضد ګامونه اخلي.

دوی وايي، د طالبانو ګڼ شمېر غړي په ټولنیزو رسنیو کې د افغاني ارزښتونو، پخوانيو حکومتونو او ولسي مشرانو سپکاوی کوي؛ خو د طالبانو مسوولین یې پر وړاندې هېڅ ډول غبرګون نه ښیي.

د نورستان د مرکز پارون بل اوسېدونکي اسدالله نوري له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د طالبانو یوازې مونږ سره دښمني ده، خپل تر ږیرې لاندې یې ټول جنګیالي د پخوانيو شخصیتونو، ولسي مشرانو، افغاني ارزښتونو سپکاوی کوي؛ خو یوه ورځ هم نه ونیول شول، نه ورته اخطار ورکړل شو، خلاصې تڼۍ ګرځي چې هر ډول فعالیت یې وکړ.»

موږ هڅه وکړه چې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د ټولنیزو رسنیو د فعالانو د شکایتونو، نیوکو او ستونزو په تړاو د دغو ولایتونو د ځايي طالب مسوولینو نظرونه هم ولرو؛ خو له پرله پسې هلو ـ ځلو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظرونه واخلو.

کونړ کې د ټولنیزو رسنیو فعالان داسې مهال د طالبانو رژیم له بېلابېلو ادارو شکایت کوي، چې واک ته د دغې ډلې له رسېدو وروسته د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د فعالو کسانو، رسنیو او د ټولنیزو رسنیو پر کارونکو بندیزونه لګول شوي او هغوی یې اړ کړي چې پر خپلو خولو پټۍ ولګوي.

نړۍ‌والو ادارو هم په وارـ وار د طالبانو د رژیم پر تګلارې نیوکې کړي او غوښتنه یې کړې چې له خپلې ولس ضد کړنلارې لاس واخلي او په دې برخه کې د ولسي خلکو نظر ته درناوی ولري؛ خو د طالبانو رژیم د نړۍ‌والو ادارو غوښتنې رد کړي او ویلي یې دي چې پر خپلو پرېکړو خپلواک دي او د چا فرمایشونه نه مني.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه