ننګرهار او لغمان کې سېلابونه؛ یو کس مړ او اته ټپیان شوي

اطلاعات روز: ننګرهار او لغمان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې د تېرې ورځې د تندو توپانونو، ورښتونو او سېلابونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

د لغمان د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ادارې لپاره د طالبانو رییس قاري خیرمحمد غازي وایي، چې د تېرې ورځې سېلابونو د دغه ولایت بېلابېلې سیمې ځپلي دي، چې له امله یې یو کس ژوند بایللی او شپږ کسان نور ټپيان شوي.

هغه زیاتوي، چې د سېلابونو له امله د زیاتره کلیو لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوي، کرنېزې ځمکې او کورونه تخریب شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایي، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۲۲ د چنګاښ) په جلال‌آباد ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې د ورښت او طوفانونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

د هغه په خبره د یادو سېلابونو له امله د شینوارو ولسوالۍ اړوند ۲۶مه ویالې «اخر فارم» سیمه کې د تېز باران له امله یو دیوال راپریوتی، چې له امله یې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي د بېلابېلو ادارو له لوري د سېلاب ځپلو کورنیو سروې پيل شوې او ژر به په اړمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ووېشل شي.

له دې نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم په ننګرهار کې سېلابونو د خلکو لسګونه کورونه تخریب کړي وو او دغه راز په زرګونه جریبه ځمکه یې له منځه وړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه