ملګري ملتونه: ښځې او نجونې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته له یو تکان ورکوونکي بدلون سره مخ کېږي

اطلاعات روز:  د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي ویلي، چې بېرته ستنېدونکي په ځانګړې توګه ښځې او نجونې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته له یو تکان ورکوونکي بدلون سره مخ کېږي.

د هغه په وینا، په داسې حال کې چې ښځې او نجونې په کوربه هیوادونو کې له نسبي خپلواکۍ څخه برخمنې وې، خو په افغانستان کې د طالبانو له سختو محدودیتونو سره مخ کېږي.

عرفات جمال ویلي، څه چې وضعیت لا پېچلی کوي، دا حقیقت دی چې ډېری بېرته ستنېدونکي، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، داسې هېواد ته ستنېږي چې ډېر په سختۍ یې پېژني.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي ویلي: «هغوی له افغانستانه دي، خو د افغانستان سره بلد نه دي – ډېری یې په بهرنیو هېوادونو کې زېږېدلي، غوره تعلیم یې کړی او له بیلو فرهنګي دودونو سره لوی شوي دي. د دوی لیدلوری له ننني افغانستان سره فرق لري او ډېر ځله ورسره په ټکر کې وي.»

عرفات جمال د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران او پاکستانه د کډوالو ګډوډ بېرته ستنېدونکې څپه د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان نازک ظرفیت تر فشار لاندې راوستی او د سیمې ثبات ګواښي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له دواړو ګاونډیو هېوادونو څخه له ۱.۶ میلیونه څخه ډېر افغان وګړي بېرته ستانه شوي دي؛ دا شمېر د ټول کال لپاره له وړاندې شویو اټکلونو څخه هم ډېر دی.

د جمال په وینا، د راستنیدونکو شمیر اوس هره ورځ شاوخوا ۵زرو ته لوړ شوی، چې ډیری یې د سختو سفرونو وروسته سرګردانه او ستړي ستومانه دي.

جمال ویلي: «ډېری له دې بېرته ستنېدونکو ناڅاپه له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي، ستونزمن، ستړي کوونکي او سپکونکي سفرونه یې تېر کړي دي. دوی ستړي، سرګردانه، له زور زیاتي سره مخ، او ډېر وخت نا امیده خپل منزل ته رسېږي، او بیا د ۴۰ درجې سانتي‌ګراد تودوخې په شرایطو کې په یوه ګڼه‌ګوڼه لرونکي مرکز کې ځای پر ځای کېږي.»

هغه د ملیونونو بې ځایه شویو افغانانو لپاره د عزتمندې لارې چمتو کولو لپاره د ارامۍ او همکارۍ غوښتونکی دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په وینا، د دې راستنیدونکو کچه او سرعت په سرحدي ولایتونو باندې ډیر فشار راوړي چې د دوی د جذبولو لپاره سمبال نه دي، او په هغه هیواد کې چې لا هم د اقتصادي سقوط او پراخو بشري حقونو سرغړونو سره مخ دي، غربت، ناامني او بشري اړتیاوې زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده، چې مرستندویه ادارې د بودیجې کمښت سره مخ دي.

د ښاغلي جمال په وینا: «موږ د پور په بودیجه ژوند کوو. هره ورځ له ځان څخه پوښتنه کوو چې ایا د څلورو کمپلو او یوې خوړو وعدې پر ځای به درې وخته خواړه ورکړو؟ دا زړه خوږونکي او ورانوونکي پرېکړې دي.»

د ملګرو ملتونو په وینا، د ۲.۴ میلیاردو ډالرو اړینې مرستندویې بودیجې څخه یوازې ۲۲ سلنه تامین شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه