د خبریالانو مرکز: د تېرو شپږو میاشتو پر مهال د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د نقض ۱۴۰ موارد ثبت شوي

Photo: Social media

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د نقض لږ تر لږه ۱۴۰ موارد ثبت شوي دي. دا شمېر د تېر کال د ورته مودې سره په پرتله ۵۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د خبریالانو مرکز نن (جمعه،۲۰ د چنګاښ) خپل راپور خپور کړی او له دې مواردو څخه اکثریت یې د خبریالانو ګواښل او نیول دي.

دا مرکز وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې لږ تر لږه د ۲۰ خبریالانو د نیول کېدو پېښې ثبت کړې دي.

د یاد مرکز په وینا، خبریالان د طالبانو پر ضد د تبلیغ په تور د څو ساعتونو، څو ورځو او حتی څو میاشتو لپاره نیول شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز شمېرې ښيي چې په نیول شویو خبریالانو کې لږ تر لږه شپږ تنه د طالبانو له خوا له شپږو میاشتو څخه تر یو کال په بند محکوم شوي دي. دوی دا مهال په پلچرخي او بګرام زندانونو کې د بند موده تېروي. برسېره پر دې، درې نور خبریالان چې تېر کال نیول شوي وو، لا هم بندیان دي.

د انځوریزو رسنیو پر فعالیت بندیز

د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې له جنورۍ څخه تر جون پورې طالبانو هڅه کړې چې د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون پر اساس د انځوریزو رسنیو فعالیت محدود کړي.

د دغه مرکز په وینا، د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول اوس په ۱۹ ولایتونو کې منع شوي دي.

په تېرو شپږو میاشتو کې، لږ تر لږه ۲۶ رسنۍ چې ۲۳ یې سیمه‌ییز تلویزیونونه وو، اړ شوي دي چې خپل فعالیتونه بند کړي. په دې لړ کې یوازې درو تلویزیونونو بیرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړې او ډېری یې اوس راډیو ته اوښتي دي.

پر ښځینه خبریالانو فشار

د افغانستان د خبریالانو د مرکز موندنې ښيي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په رسنیو کې د ښځو پر کار کولو فشارونه په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.

راپور وايي، هغه محدود شمېر رسنۍ چې د ښځو له خوا اداره کېدې، له فشار سره مخ شوې او ځینې ګواښل شوې چې باید خپل کارونه پای ته ورسوي.

طالبانو په ځینو ولایتونو کې د ښځو غږ خپرول هم منع کړي دي. دې ډلې په امر بالمعروف قانون کې د ښځو غږ «عورت» ګڼلی چې باید وانه ورېدل شي.

د خبریالانو مرکز وایي، د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په تېرو شپږو میاشتو کې هڅه کړې چې د امر بالمعروف له قانونه څخه په استفادې، په رسنیو کې د ښځو حضور ورو ورو کم کړي او بالاخره ټولې وشړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د ځپلو او په دې تړاو د پېښېدونکو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا حالت به د هېواد پر پرمختګ او د ټولنې پر رواني روغتیا منفي اغېز وکړي.

دغه مرکز له طالبانو غوښتنه کړې چې د رسنیو او خبریالانو بنسټیزې ازادۍ د عامه رسنیو د قانون له مخې رعایت کړي.

همداراز، د افغانستان د خبریالانو مرکز له نړیوالې ټولنې او له هغو بنسټونو چې د ازادو رسنیو ملاتړ کوي، غوښتنه کړې چې پر طالبانو فشار راوړي څو د رسنیو ازادي رعایت کړي، او له ازادو رسنیو د یوه متنوع او پراخ ټولنیز جوړښت د پیاوړتیا په موخه ملاتړ وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه