طالبانو په زابل او کندهار کې درې تنه «غله» په ډزو وژلي دي

اطلاعات روز: په زابل او کندهار کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي، چې په دې ولايتونو کې یې درې تنه غله په ډزو وژلي او يو يې ژوندی نيولی دی.

زابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۸ د چنګاښ) ناوخته د دې ولایت د مرکز کلات ښار د دوېمې حوزې په مربوطاتو کې طالب پولیسو دوه تنه غله مخامخ په ډزو وژلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، درې تنو غلو چې يو موټر یې دربست کړی و او د موټر چلوونکي په ټپي کولو سره یې غوښتل موټر غلا کړي، چې په همدې مهال ورباندې طالبان خبر شوي او په مخامخ ډزو یې ياد غله وژلي دي.

طالبانو د وژل شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو زیاتوي چې د غلو یاده ډله اصلي د هلمند ولايت اوسیدونکي او د غلا په موخه زابل ته راغلي وو.

د خبرپاڼې په حواله چې نيول شوی غل به عدلي او  قضايي ارګانونو ته وسپاري.

دغه راز کندهار کې د طالبانو امنيې قومندانۍ کې یوې سرچيني وویل، چې د دې ولايت د ښار په درېيمه حوزه کې طالبانو پوليسو يو غل هغه مهال په نښه کړی، چې غوښتل يې له يو سوداګر څخه پیسې وتښتوي.

سرچینه زیاتوي، چې یاد سوداګر نن له صرافۍ مارکېټ بل ځای ته پیسې انتقالولې، چي د یاد غله له خوا تعقیب شوی او سوداګر هممهاله طالب ځواکونو ته خبر ورکړی او غل یې وژلی دی.

د سرچینې په وینا، چې له یاد غله سره دوه میله توپنګچې او یو عراده موټرسايکل نیول شوي دي.

په دې وروستیو کې د هیواد په سویل کې جنایي پیښې زیاتې شوي او یو شمیر کسانو د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنو او دغه ډول غلاوو ته مخه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه