اطلاعات روز: د هېواد ملي دفاع وزارت د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې ویلي دي هلمند کې یې د پوځ «بلک هاک» چورلکه نسکوره کړې ده.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن (پنجنشبه، ۱۲ د وري) پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په یاد ولایت کې دا چورلکه د طالبانو له خوا نه، بلکې د تخنیکي ستونزو له امله یې بېړنۍ ناسته کړې ده. د ښاغلي امان په وینا چې د دې بېړنۍ ناستې په اړه د دفاع وزارت څېړنې روانې دي.
طالبانو نن په یوې خبرپاڼه کې وویلې، چې د پوځ دغه بلک هاک چورلکه دوی نسکوره کړې. د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی دغه چورلکه پرون ناوخته د هلمند ولایت واشیر ولسوالۍ اړوند د کوکې او تامنیانو ترمنځ سیمه کې هغه مهال نسکوره کړه چې سیمې ته د دوی پر جنګیالیو بمبار لپاره ورغلې وه.
د طالبانو اعلامیه زیاتوي چې حکومتي ځواکونو په یاده سیمه کې نوې پوستې جوړولې خو دوی یې د مخنیوي هڅه کوله او ترمنځ یې جګړه رامنځته شوه.
که څه هم ملي دفاع وزارت وایي، چې دغې بېړنۍ ناسته کې چا ته زیان نه دی اووښتی، خو طالبان وایي، چې د چورلکې نسکورولو سره یې د پوځ څلور سرتیري وژلي او پیلوټ او عمله یې ټپيان شوي دي.
