لغمان کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه؛ دوو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده چې دواړو لوریو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دا جګړه نن (سې شنبه، ۱۷ د چنګاښ) سهار وختي د علینګار ولسوالۍ اړوند «نورلام صاحب درې» سیمه کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ پیل شوې چې تر اوسه په‌کې یو طالب وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

سرچینه زیاتوي، جګړه لاهم روانه ده او په یاده سیمه کې طالبانو د داعش ډلې وسله وال غړي په یوه کور کې محاصره کړي دي.

یوه بله ځایي سرچینه هم یاده جګړه تاییدوي او زیاتوي چې دغه جګړه له څو ساعتونو وروسته لاهم دوام لري او د داعش ډلې غړي نه تسلیمېږي، چې له همدې امله د نورلام صاحب له درې ملکي وګړو ته د طالبانو له لوري وتلو امر شوی دی.

هاخوا د لغمان لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند محمد یونس یوسفزي هم د دې جګړې پخلی کړی، خو د مرګ‌ژوبلې د کره معلوماتو په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

له‌دې څه موده مخکې د کونړ ولایت په مربوطاتو کې هم د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه کې د داعش ډلې یو قومندان وژل شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو په مکرر ډول ویلي، چې داعش ډله یې په افغانستان له منځه وړي او هیڅ ډول فعالیت نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه