د م.م د عمومي اسامبلې پرېکړه‌لیک: طالبان دې بشر حقونو ته درناوی او د ترهګرۍ پر وړاندې اقدام وکړي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په یوه پرېکړه لیک کې له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو درناوی وکړي، نړیوالو قوانین مراعت کړي او د ترهګرۍ پر وړاندې پریکنده اقدام وکړي.

دغه پرېکړه‌لیک د «افغانستان وضعیت» تر سرلیک لاندې پرون (دوشنبه، ۱۶ د چنګاښ) د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ۱۱۶ موفقو، دوو مخالفو (امریکا او اسراییل) او ۱۲ ممتنع یا بې طرفو رایو سره تصویب شوی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د طالبانو له لوري په افغانستان کې «د ټولو ښځو او نجونو پر وړاندې د سخت، بدتر، پراخ او سیستماتیک ظلم په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دې ډلې د تبعیض، انزوا، د انساني وقار د بې احترامۍ او د ښځو او نجونو د محرومیت یو بنسټیز سیستم رامنځته کړی دی».

اسامبلې په افغانستان کې د دوامداره تاوتریخوالي او د القاعده او داعش په څیر د ترهګرو ډلو شتون په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په پروني پرېکړه‌لیک کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی، څو افغانان وکولای شي یو با ثباته، امن، خپلواک او له ترهګرۍ، مخدره موادو، جرمونو او فساد څخه پاک هېواد بیا ورغوي.

اسامبلې دغه راز په افغانستان کې د یو ټول شموله دولت د بنسټونو د پیاوړتیا لپاره د هڅو ملاتړ هم کړی دی.

د هیوادونو د استازو څرګندونې

د جرمني استازي د خپل یادښت په پیل کې وویل: «له طالبانو سره له تعامل پرته بله هیڅ لار نشته.»

ده د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې په بهیر کې د خپل هیواد پر فعال ګډون ټینګار وکړ او ټینګار یې وکړ چې برلین د افغان کډوالو د خوندي ستنونې په ګډون له طالبانو سره د لا عملي همکاریو لپاره چمتو دی.

ده همدا راز وویل، چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې پلي شوي احکام «د هغوی د بشپړو حقونو د محوې» په معنا دي.
د جرمني استازي وویل: «هغې افغانې مور ته چې په غېږ کې یې خوارځواکی او ناروغ ماشوم دی: موږ تاسو وینو … او په میلیونونو ښځې او نجونې چې په کورونو کې بندیوانې دي: تاسو مو هېرې نه یاست.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دې هیواد په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او د بشري حقونو په برخو کې پر شاتګ کړی دی.

ده ټینګار کړی: «د طالبانو سیاستونو استبدادي کنټرول تثبیت کړی او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې سیسټماټیک تبعیض مدون کړی دی.» ده ویلي: «افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې پکې په رسمي توګه له منځنیو او لوړو زده کړو بې برخې دي.»

ده د خپلو خبرو په دوام ویلي، چې تصویب شوی پرېکړه‌لیک د دې تبعیضي تګلارو پر لغوه کېدو ټینګار کوي او د نړیوالې جنایي محکمې په څېر د پوښتونکو میکانیزمونو د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

فایق غوښتنه کړې چې جنسیتي اپارتاید باید له نړیوالو قوانینو سره سم جرم وبلل شي.
د افغانستان استازي همدا راز ټینګار کړی چې پایداره سوله ټولشموله او پراخ بنسټي حکومت ته ته اړتیا لري چې د افغانستان د ټولو وګړو – نه یوازې د طالبانو – د غږ منعکسوونکی وي.

ده ویلي، چې طالبان «هیڅکله نه شي کولای چې په یوازې ځان حل‌لاره واوسي» او دا ډله «د افغانستان د خلکو یا هم د هغوی د کلتور استازي نه دي او نه هم د هغوی سیاستونه اسلامي ارزښتونه منعکسوي».

د اروپایي ټولنې استازي چې د څارونکي رول یې درلود، د افغانستان د پایدار راتلونکي لپاره د څو اړخیزې او جوړښتیزې تګلارې غوښتنه کړې.
ده د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر «د یوه پراخ سیاسي جوړجاړي د رامنځته کېدو لپاره یوازینی څو اړخیز چوکاټ» یاد کړ.

ده همدا راز له طالبانو وغوښتل چې له نړیوالو ترهګرو سازمانونو سره د خپلو اړیکو د پرې کولو لپاره مشخص ګامونه واخلي او د ترهګرو له لوري د افغانستان د خاورې د استفادې، د هغوی د مالي تأمین او نورو هیوادونو ته یې د پراختیا مخنیوی وکړي.

د جاپان استازي طالبان وهڅول چې خپل ځپونکي سیاستونه لغوه کړي، نوموړي وویل: «دا یوازې د بشري حقونو موضوع نه ده؛ بلکې په کلکه د افغانستان د ودې ځواک هم کمزوری کوي.»

د روسیې استازی چې د پروني پرېکړه‌لیک د لومړۍ نسخې مخالف و، وویل: «موږ چې دلته څه وینو، د مسوولیت یو ریاکارانه بدلون دی. کوم څه چې له پامه غورځول کېږي، د افغانستان د پانګې ژر ازادول دي چې د هیواد اقتصادي ودې – د لارو، ښوونځیو او روغتونو د رغونې- لپاره ورته اړتیا ده او همدا راز د بې مخینې یو اړخیزو تحریمونو د لغوه کولو موضوع.»

د روسیې استازي وویل: «د یو شمېر هیوادونو د یو اړخیزو دریځ او د سیمه‌ییزو هیوادونو وړاندیزونو ته د نه پاملرنې له کبله … په اخر کې یوه بې انډوله سند ته رسېدلي یو.»

د هند استازي وویل، چې د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې په افغانستان کې مخ پر خرابېدو انساني کړکېچ ته د رسیدګۍ لپاره هیڅ سیاسي ابزار نه دی معرفي شوی.

ده ویلي، چې له نویو هدفمندو نوښتونو پرته معمول تګلاره نه شي کولای هغه پایلې لاس ته راوړي چې نړیواله ټولنه یې د افغانستان د خلکو لپاره وړاندوینه کوي. له همدې کبله هند پرېکړه کړې چې دې پرېکړه‌لیک ته ممتنع رایه ورکړي.

د ایران استازي وویل، چې په وروستي متن کې د تهران اصلي اندیښنې «په کافي اندازه نه دې منعکس شوې» او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان راتلونکی باید په خپله د دې هیواد د خلکو له لوري په یوه داسې بهیر کې معرفي شي چې په خپله یې رهبري وکړي.

ده همدا راز وویل، چې متن په قصدي توګه له دې ویلو ډډه کوي چې له طالبانو سره عملي او واقعي تعامل اوسنیو ننګونو ته د رسیدګۍ یوازینۍ حل‌لاره ده.

د ایران استازي همدا راز وویل، چې له هغو کسانو سره له رغنده خبرو پرته چې پر اوضاع کنټرول لري، نړیواله ټولنه نه شي کولای پر پېښېدونکو پېښو مثبت اغېز ولري.

د چین استازي له مرسته کوونکو وغوښتل چې خپلې بشرپالې مرستې بیا پیل کړي او د وضعیت د سیاسي کېدو په تړاو یې خبرداری ورکړ.

ده وویل: «اړوند هیوادونه باید سمدستي د افغانستان پر خلاف یو اړخیز بندیزونه ختم کړي، د دې هیواد باندینۍ پانګه خوشې کړي او د افغانستان لپاره داسې شرایط رامنځته کړي چې خپل مالي سیسټم ورغوي او د خپلو خلکو اقتصاد او معیشت پراخ کړي.»

د امریکا متحده ایالاتو استازي چې دې پرېکړه‌لیک ته یې مخالفه رایه ورکړې وویل: «د طالبانو له لوري د افغانستان تر نیولو څلور کاله وروسته موږ هماغه خبرې کوو او په اصطلاح له طالب چارواکو سره د افغانستان د وضعیت د ښه والي په تړاو د پایلو له غوښتنې پرته تعامل کوو.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه