د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پیژندنې په اړه د پاکستان محتاطانه غبرګون: دا د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقله موضوع ده

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې له‌ لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه محتاطانه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا یوه مستقله موضوع ده او دواړو هېوادونو پورې اړه لري.

د ایکسپریس ټریبیون په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ په یوه اونیزه خبري غونډه کې ویلي، چې هغه د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندلو خبرونه څارلي دي.

هغه زیاته کړې: «روسیه په سیمه کې یو مهم هېواد دی. دا هېواد په سیمه کې د مشروعو امنیتي ګټو څښتن دی او له ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو سره دوستانه اړیکې لري. پاکستان له روسیې سره ډېرې نږدې او صمیمي اړیکې لري.»

هغه پرته له دې چې نور وضاحت ورکړي ویلي: «دواړه هیوادونه مثبته لاره ساتي او صمیمانه اړیکې نورې هم پراخوي. د روسیې او افغانستان اړیکې د دوو خپلواکو هېوادونو ترمنځ موضوع ده. موږ د روسیې په رسمیت پېژندلو موضوع په دقت څارلې ده.»

روسیې د پنج‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت چې دوی دغه ډله «د افغانستان اسلامي امارت» په توګه یاد کړی، په رسمیت پېژني. په دې سره روسیه لومړی هېواد شو چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل.

د طالبانو رسميت پېژندنه د دغې ډلې د مخالفو سیاسي څېرو او د ښځو د حقونو د فعالانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د پاکستان د محتاط غبرګون برعکس، چین د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسميت پیژندلو پریکړې هرکلی کړی دی.

چین لومړنی هیواد و چې تیر کال په مارچ کې یې کابل ته خپل رسمي سفیر واستاوه او په بیجینګ کې یې د طالبانو د ټاکل شوي سفیر باورلیک ومنه.

خو، د روسیې برعکس، چین تر اوسه په رسمي ډول د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله لیکلي، چې نور هیوادونه ممکن د روسیې پیروي وکړي، ځکه چې سیمه ییزو هیوادونو دمخه پریکړه کړې چې د افغانستان په اړه د اجماع له مخې پریکړه وکړي.

په همدې حال کې تر اوسه روښانه نه ده چې ایا پاکستان به سمدلاسه یا په رسمي ډول د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني او که نه.

پاکستان د افغانستان څخه د ترهګریزو بریدونو مخنیوي کې د طالبانو پاتې راتلو امله له کابل سره ترینګلې اړیکې لري.

د اکسپرس تریبیون د راپور له مخې، پاکستان غوښتل چې د طالبانو د رسميت پېژندنې موضوع د فشار د یوې وسیلې په توګه وکاروي، ترڅو پر طالبانو خپلې غوښتنې ومني.

په ورته وخت کې، چین په دې وروستیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب هڅه کړې. په دې وروستیو کې، چین په بیجینګ کې د درې اړخیزې غونډې کوربه و، چې وروسته پاکستان او طالبانو موافقه وکړه چې خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې به پراخې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د سفیرانو د ټاکلو بهیر روان دی. باور دا دی چې د پاکستان د اړیکو د پراخولو په بدل کې، د طالبانو حکومت موافقه کړې چې د پاکستان امنیتي اندېښنو ته به رسېدنه کوي.

باخبره چارواکو چې له دې بدلونونو خبر دي، ویلي چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان د امنیتي اندیښنو د حل لپاره ګامونه پورته کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه