د هیواد په څلورو ولایتونو کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

اطلاعات روز: په لوګر، خوست، ننګرهار او میدان وردک کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکي وایي، چې نن ورځ (شنبه، ۷ د چنګاښ) او پرون شپه په دې ولایتونو کې ورښتونو او راوتلو سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

لوګر کې د طالبانو د والي ویاند صدیق احمد صدیقي وایي، چې دغلته د راوتلو سیلابونو له امله زرګونه جریبه ځمکه او کرنیز حاصلات له منځه تللي دي.

د هغه په ​​وینا، یو شمېر استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي او سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړې شوې دي.

ورته مهال په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، چې د دې ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د سیلاب له امله یو سړی مړ شوی او ورور یې ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې په موسی خیل او صبري ولسوالیو کې هم سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

دغه راز ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست لپاره طالب ویاند اجمل سبحاني وایي، چې نن دغو سېلابونو د نورو ولسوالیو په پرتله لعپلورې ولسوالۍ کې خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.

د هغه په خبره، چې د دې ولسوالۍ په کلډاګ، ګرداوي، شاکوټي، چکنور او نورو سیمو لسګونه کورنه زیانمن شوي او دغه راز په ۵۰۰ جریبه کرنېزه ځمکه حاصل ته رسېدلي فصلونه زیانمن شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې سربېره پر زراعتي فصلونو، یو شمېر استنادي دیوالونه او فرعي سړکونه هم د سیلابونو له امله تخریب شوي دي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

ویل کیږي د ننګرهار په بهسود، خوږیاڼو، بټي کوټ او نورو ولسوالیو کې هم ننیو سېلابونو او بارانونو د ګڼ شمېر اوسیدونکو د هستوګنې کورونه او کرنیز فصلونه تخریب کړي دي.

همدارنګه په میدان وردک کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د دې ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون د دې ډلې د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په نرخ ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

راپور کې راغلي، چې سیلابونو په چک، سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې هم مالي زیانونه اړولي دي.

د دې سیلابونو له امله د رامنځته شويو ټولو زیانونو په اړه لا تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه