طالبان: هیچاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو پر خلاف وکاروي

Photo: BNA

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د امریکا د استازو د مجلس د یوه غړي خبرې رد کړې دي او ویلي یې دې چې طالبان هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو پر خلاف استفاده وکړي.

د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو چارو د فرعي کمیټې رییس بیل هویزنګا پرون (پنچشنبه، ۵ د چنګاښ) په یوه غونډه کې وویل چې له افغانستانه د امریکا تر وتلو او واک ته د طالبانو تر بیا رسېدلو وروسته، په سویلي او مرکزي اسیا کې له ترهګرۍ ګواښ په پام وړ توګه زیات شوی دی.

ده ویلي چې د دوحې په توافق‌لیک کې د طالبانو له ژمنو سره-سره افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په مرکز بدل شوی دی.

دې امریکایي چارواکي ادعا کړې چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې په ټوله سیمه او نړۍ کې د بریدونو د ترسره کولو لپاره د خپلو وړتیاوو پر لوړولو کار کوي.

خو د طالبانو ویاند نن (جمعه، ۶ د چنګاښ) پر ایکس په یوه پیغام کې ویلي: «د امریکا د استازو د مجلس له ادرسه دا ادعا چې په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شته یا هم چاته ګواښ متوجې دی، په سخته ردوو.»

ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې «افغانستان یو واحد او قوي حکومت لري چې د افغانستان پر ټوله جغرافیه واکمن دی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي».

طالبانو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی؛ مګر د تېرو څلورو کلونو پر مهال په هیواد کې د ګڼو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې په راپور کې هم په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ترهګرو ډلو شتون ته اشاره شوې وه.

د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو چارو د فرعي کمیټې رییس بیل هویزنګا په پرونۍ غونډه کې ویلي چې د داعش د خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون د ترهګرو ګواښونه تر بل هر وخت زیات دي. د ده په وینا، پاکستان د وروستیو کلونو پر مهال د ترهګریزو بریدونو له لوړې کچې سره مخ و.

ده ویلي چې طالبان ادعا کوي چې د داعش د ګواښ ختمولو لپاره خپلې ټولې هڅې کوي؛ مګر د داعش بریدونه لا هم روان دي او له بې ګناه ملکیانو څخه واخله بیا تر طالبانو پورې ټول په نښه کوي.

دې امریکایي چارواکي ویلي چې د داعش ډلې خراسان څانګه د افرادو راډیکال کولو او په مرکزي اسیا او له دې سیمې دباندې له کډوالو ټولنو څخه د ځواک جذبولو ته دوام ورکوي.

ده په روسیه کې د داعش برید ته په اشارې ټینګار کړی چې «تېر کال د داعش خراسان ډلې د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ شاهدان وو».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه