نارنج ګل دودیزه مشاعره؛ په شعرونو د سولې غږ

خبریال: جان اغا صالح

ننګرهار کې د دود له مخې سږکال هم، خو په یو څه نوښت د نارنج ګل دودیزه مشاعره او میله ترسره شوه.

په ننګرهار کې د نارنج ګل ۵۶مه دودیزه میله او مشاعره د پاچا خان په مزار کې په نوې بڼه ترسره شوه، دغې مشاعرې کې د هیواد له بیلابیلو سیمو د شاعرانو او د ادب مینوالو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا شاعرانو او لیکوالانو هم ګډون کړی وو.

د مشاعرې پرانیستې وینا د ننګرهار والي وکړه او ویې ویل، د باچان مزار یې ځکه د مشاعرې لپاره ځانګړی کړی چې موخه یې نړیوالو ته د سولې پيغام رسول وو.

امرخېل خوښي وښوده چې د نارنج ګل ۵۶مه دودیزه میله او مشاعره په نوې بڼه او د عدم تشدد سرلارې پاچاخان په مزار کې ترسره کیږي، همدا راز یې د ملي تلویزیون، امنیتي ځواکونو، اطلاعاتو او فرهنګ ادارې او ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چې د دې مشاعرې په جوړیدو کې یې همکاري کړې.

امرخیل زیاته کړه: «د نارنج ګل مشاعره چې د باچا خان په مزار کې جوړه شوې موخه مو دا ده، چې مونږ سوله غواړو او له جګړو ستړې شوي یو، د باچا خان هم لوی ارمان دا و چې ولس دې په امن او سوله کې ژوند وکړي مونږ هم هڅه کې یو چې هیوادوالو لپاره د سولې فضا رامنځته کړو تر څو وکولای شي ژوند وکړ.»

د مشاعرې پرانیستې وینا د ننګرهار والي وکړه او ویې ویل، د باچان مزار یې ځکه د مشاعرې لپاره ځانګړی کړی چې موخه یې نړیوالو ته د سولې پيغام رسول و.

د نارنج ګل په دودیزه میله او مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین رسول باوري هم د دا ډول مشاعرو جوړیدل وستایل او زیاته یې کړه د نارنج ګل په شان دودیزې مشاعرې کولای شي ولسي خلکو ته د تفریح ترڅنګ له خپلو کلتوري ارزښتونو خبر شي.

باوري زیاته کړه: «د نارنج ګل او دې ته ورته په نورو سیموکې دودیزې مشاعرو جوړیدل یو ښه ګام دی او کولای شي، خلکو ته دتفریح تر څنګ له خپلو کلتوري ارزښتونو هم خبر شي نو هیله مو دا ده چې د دا شان مشاعرو لړۍ دې په هر ولایت کې ترسره شي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین رسول باوري وویل، دا مشاعره تر تفرېح وراخوا خلکو ته کلتوري ارزښتونه هم ورپېژني.

په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رییس رحیم الله خوږیاڼی د یادې مشاعرې لپاره یې بشپړ چمتوالي نیولی، چې د نارنج ګل د سږنۍ مشاعرې ډول تیرو کلونو ته په توپیر ګڼي.

د خوږیاڼي په خبره د نارنج په دودیزه مشاعره کې  د هیواد له بیلابیلو سیمو د شاعرانو او د ادب مینوالو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا شاعران او لیکوالان او سندرغاړي هم ګډون لري.

خوږیاڼي زیاته کړه: «مونږ د نارنج ګل سږنۍ مشاعرې لپاره د ملي رادیو تلویزیون سره په شریکه او همغږۍ په ښه کیفت نشروي او ترڅنګ مو ډیره هڅه کړې چې داسې شعرونو ته ځای ورکړو چې د شعر او ادب په چوکاټ کې برابر وي او دې لپاره مو یوه ځانګړې کمیټه هم ټاکلې وه.»

سږ کال د نارنج ګل مشاعره جلال اباد ښار کې د پاچا خان مزار کې تر تېر کلونو متفاوته ترسره شوه.

شاعر او لیکوال بازمحمد عابد مشاعرې ته په لیکل شوي شعر کې ښکلو ته په زاریو او مینتونو د مشاعرې پرانیسته وکړه.

د بازمحمد عابد شعر:

زړه عابد زړه غواړم له ښکلو نه

سوال یمه بیا هم هغسې نیمګړی یم

له کوزې پښتونخوا راغلي شاعر ممتاز اورکزي بیا په خپل شعر کې د باجان په مزار کې د سکون خبرې غبرګولې او دا ځای یې د لرو بر افغانانو د یوالي سمبول ګڼله.

ممتاز اورکزي شعر:

زه له تا شم صدقه جلال اباده

تا ته خپل جسد سپارلی باچا خان دی

چې د ننګ کیسه کوم نو سر مې ټیټ شي

درست پښتون تر کندهاره یو افغان دی

په دې مشاعره کې ګڼو شاعرانو شعرونه وویل او زمزمه یې کړل.

مشاعرې ته ځوانو شاعرانو هم خپل شعرونه وړاندې کړل او د خواږه غږ خاوند جاوید دلدار د سولې غږ ارمانجن لفظونه زمزمه کول.

 جاوید دلدار زمزمه:

څنګه مې دنیا د ترهګر په نامه پیژني

د ځوی نوم مې امن د لور نوم مې سوله ده

سندرغاړو هم د نارنج ګل مشاعرې لپاره ځانګړې سندرې زمزمه کولې، چې د هیواد له یو شمیر مشهور سندرغاړو سربیره د کوزې پښتونخوا سندرغاړو هم په کې غاړې تازه کړې.

د نارنج ګل لومړۍ مېله او مشاعره «۱۳۴۴» هجري لمريز کال کې د پخواني باچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د پښتو ټولنې په نوښت په رسمي بڼه د وري یا حمل په ۱۹مه نېټه د جلال اباد ښار سپين غر هوټل کې ترسره شوه.

د نارنج ګل دا دودیزه مشاعره، له هماغې وخت راهیسې هر کال ننګرهار کې د پسرلي موسم کې نمانځل کیږي، چې د دې مشاعرې څخه په الهام په نورو ولایتونو کې هم ورته مشاعرې د هغو سیمو د موسمي ګلونو په نوم ترسره کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه