د ملګرو ملتونو ادارې: نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د وضعیت د خرابوالي د مخنیوي په موخه اقدام وکړي

Photo: @unafghanistan

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو او غیر دولتي سازمانونو له نړیوالې ِټولنې غوښتي چې د دې هیواد له خلګو سره ودرېږي او د وضعیت د لا خرابوالي د مخنیوي په موخه اقدام وکړي.

هغه اعلامیه چې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږي کوونکي دفتر (اوچا) له لوري خپره شوې، پکې ویل شوي چې د افغانستان خلګ د څلورو لسیزو تر ویجاړوونکې جګړې وروسته له یوه ژور او دوامدار کړکېچ سره مخ دي چې له اقلیمي ټکانونو، اوارګي، پرشاتګ او د نړیوال ملاتړ له کمښت څخه راپیدا شوی دی.

د دې اعلامیې په وینا، د افغانستان پر ښځو او نجونو د طالبانو سختو بندیزونو اسیب پذیري نوره هم زیاته کړې ده او د هغو کسانو لپاره یې خطرونه زیات کړي دي چې پخوا یې هم کړکېچ تجربه کړی.

د اوچا په وینا، د ماشومانو د واده د کچې زیاتوالی، د جنسیت له مخې تاوتریخوالی او د ماشومانو کار د طالبانو د محدودیتونو پایلې دي.

د اوچا په اعلامیه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د دفترونو چارواکي د دوې ورځنۍ غونډې پر مهال راټول شوي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې او غیر دولتي نړیوال او کورني فعال سازمانونه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان له خلګو سره ودرېږي او د زیات خرابېدونکي وضعیت په موخه اقدام وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر هم ویلي چې د دې سازمان د چارواکو غونډه د اساسي اړتیاوو او سیاسي تعامل په تړاو د هر اړخیزو خبرو لپاره ښه فرصت دی.

دې دفتر ویلي چې له څو نړیوالو کړکېچونو سره-سره له افغانستان سره پیوستون مهم دی.

د اوچا په اعلامیه کې د مرستې رسونې د بودجې کمښت ته اشاره شوې او ویل شوي چې د ۲۰۲۵ کال تر نیمایي پورې په افغانستان کې د بشرپالو اړتیاوو برنامې یوازې ۱۸ سلنه تمویل شوې دي.

د دې دفتر په وینا، د بودجې کمښت په ټول هیواد کې د ښځو او نجونو، بې ځایه شویو ټولنو، ماشومانو، راستنو شویو او نورو متضرره ډلو په ګډون میلیونونو تنو ته د مرستې رسونې بهیر ګډوډ کړی دی.

اوچا ویلي چې تر ۴۲۰ زیات روغتیایي مرکزونه تړلي او درې میلیون تنه نور له روغتیایي خدماتو بې برخې شوي دي. همدا راز شاوخوا ۳۰۰ د تغذیې مرکزونه تړل شوي او د هغو ۸۰ زره ماشومانو او میندو ملاتړ ځنډول شوی چې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د اوچا په وینا، د بودجې د کمښت له امله، د ۲۱۶ هغو مرکزونو خدمات تړل شوي چې د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي او نورو برخو کې یې مرسته کوله او په دې توګه یو میلیون ښځې او نجونې له ملاتړه بې برخې شوې دي. همدا راز، د ماشومانو او معلولو وګړو په شمول د ۳.۳ میلیون وګړو لپاره خدمات قطع شوي دي.

اوچا له مرسته کوونکو غوښتي چې انعطاف پذیره او پر وخت برابرېدونکې بودجه دې د بشري اړتیاوو د ځوابولو په موخه نوره هم زیاته کړي.

د دې دفتر په وینا، له چټکې مرستې پرته، هغه پرمختګ چې د ځانګړو مرستو له لارې تر لاسه شوی دی، له لاسه وزي.

امریکا له افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی و مګر د ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته یې خپلې مرستې درولې دي.

همدا راز نورو مرستندویانو هم له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه