ننګرهار کې د هوا په ګرمېدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي چې د خپلو ماشومانو درملنې لپاره یې د دغه ولایت سیمه ییز روغتون ته مراجعه کړې، وايي د هوا په ګرمېدو سره سم په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوي دي.

دوی وايي، چې د بې‌وزلۍ له امله نه‌شي کولای خپلو ماشومانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، چې له امله یې ماشومان په نس ناستي، اسهال، ساه بندۍ او پر نورو بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د جلال اباد ښار د اتمې ناحېې اوسېدونکی سیدګل چې لور یې د سختې ګرمۍ له مله پر نس ناستي ناروغۍ اخته شوې، له مسوولینو غواړي چې د موسمي ناروغیو د مخنیوي لپاره دې په ښار او ولسوالیو کې لازمې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.

سیدګل وویل: «ګرمي زیاته ده او په هر کور کې ماشومان په د همدې ګرمۍ له امله په موسمي ناروغۍ اخته شوي، د پخوا په څېر روغتیایي اسانتیاوې هم نشته او دغه راز د زیاتره خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی.»

یو بل ناروغ لرونګی حکیم جان اندېښنه لري او وایي، که د موسمي ناروغیو د مخنیوي لپاره چتک اقدامات ترسره نه شي او خلک روغتیايي سپارښتنې مراعات نه کړي، دغه ناروغۍ به لاپسې پراخه شي او ناورین به رامنځته کړي.

حکیم جان زیاتوي: «له یوې خوا روغتیایي اسانتیاوې په نشت حساب دي له بلې خوا خلک هم روغتیایي لارښوونې نه عملي کوي، زیاتره کورنۍ خپلو اولادونو ته پام نه کوي چې له امله یې په مختلفو ناروغیو اخته کیږي او روغتیایي چارواکي هم ملامت دي چې خلکو ته یې عامه پوهاوی نه دی ورکړی.»

د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې یو شمېر نورو ناروغ لرونکي د ماشومانو درملنې لپاره د امکاناتو کمښت او د پایوازانو لپاره د انتظار ځایونو له نشتوالي هم شکایت کوي او د یادو ستونزو پر حل ټینګار کوي.

په همدې حال کې د ننګرهار روغتیایي چارواکي هم مني چې د هوا په ګرمېدو سره په دغه ولایت کې یو شمېر موسمي ناروغۍ زیاتې شوي دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره طالب ویاند نقیب الله رحیمي وایي، هر ورځ سلګونه ماشومان د همدې موسمي ناروغانو له امله روغتون ته مراجعه کوي.

هغه د روغتیا لپاره ټولو خلکو ته د حفظ الصحې د مراعتولو سپارښتنه کوي.

رحیمي وویل: «هر کال د هوا په ګرمېدو او د هوا په سړېدو سره بېلابېلې موسمي ناروغي پیدا کېږي چې ډېر ترې تاثیرات یې پر ماشومان وي، نو په دې وروستیو کې چې ننګرهار کې هوا ګرمه شوې په ماشومانو کې د اسهالاتو، نفس تنګۍ او نورې موسمي ناروغۍ زیاتې شوي او مونږ یې د مخنیوي او ناروغانو د درملنې لپاره پوره اماده ګي لرو په ښار او ولسوالیو کې.»

په ورته مهال روغتیاپالان د موسمي ناروغیو اصلي لاملونه د چاپېریال ککړتیا، د فردي حفظ‌ الصحې نه مراعاتول او د ناروغ پر وخت نه درملنه هغه څه بولي، چې تر ډېره ماشومانو ترمنځ د نس ناستي، تبي او نورو ویروسي ناروغیو لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده د روغتیا ړیوال سازمان د یو تازه راپور په خپرولو سره ویلي، چې پر افغانستان د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته په دغه هیواد کې له ۴۲۲ زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

راپور زیاته کړې چې یاد روغتیایي مرکزونه د امریکا له مالي مرستو تمویلدل چې په تړل کېدو سره یې نږدې ټول افغانستان کې درې میلیونه خلک له اړینو روغتیايي خدمتونو محروم شوي دي.

که څه هم ګڼ‌شمېر افغانانو تر دې مخکې هم لازمو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود، خو د د طالبانو له واکمنېدو وروسته چې هېواد کې د روغتیا سکټور خپل بهرني ملاتړي له لاسه ورکړي او دغه سکټور او خلک لا زیانمن شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه