اطلاعات روز: د ملي امنیت لوی ریاست وایي، ځانګړو قطعاتو یې پکتیکا ولایت کې یې یو د القاعده شبکې او یو بل د طالبانو مهم غړي وژلي دي.
د ملي امنیت لوی ریاست نن (سه شنبه، ۱۰ د وري) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ځانګړو ځواکونو یې د پکتیکا په «ګیان» ولسوالۍ کې د پیچلو موخه ایزو عملیاتو په لړ کې د القاعدې او طالبانو دوه مهم غړي له منځه وړي.
یاد ریاست وایي: «په وژل شویو کې یو تن یي دولت بیګ مشهور په ابومحمد التاجکي چې د تاجکستان اوسیدونکی او د القاعدې د ترهګرې شبکې د هند و چین مهم غړی او حضرت علی مشهور په حمزه مهاجر د وزیرستان اوسیدونکی او د طالبانو د ترهګرې ډلې غړی و، چې دوی په لوګر، زابل او غزني کې په پیچلو بریدونو، د ترهګرو په روزنه او د وسلو په لیږد کې مهمه ونډه لرله، دوی په روان پسرلي کې طالبانو ته د ترهګریزو خونړیو بریدونو د شدت په اړه هم سال مشورې ورکولې.»
خبرپاڼه زیاتوي، د القاعدې او طالبانو دا دوه مهم غړي چې په غزني کې د طالبانو په یو روزنیز مرکز کې د ترهګرو په روزنه بوخت وو، د ملي امنیت له لوری څارل شوي او د پکتیکا ګیان ولسوالۍ ته پر لاره د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونوپه عملیاتو کې هغه مهال ووژل شول چې تر کالبندۍ وروسته یي د تیښتې هڅه کوله.
د ملی امنیت لوی ریاست زیاتوي، طالبانو د دوحې تړون کې له القاعده سره د اړیکو پرېکون ژمنه کړې وه، خو په وینا یې، دا دریم ځل دی چې ځواکونه یې د دوی په ګډون د القاعدې مهم غړي له منځه وړي او دا په دې مانا چې دغې ډلې لا هم له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.
طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
