د روسیې امنیتي چارواکی: په افغانستان کې د داعش فعالیت زیات شوی

Photo: Sputnik

اطلاعات روز: د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف ویلي، چې په افغانستان کې د داعش فعالیت زیات شوی دی.

د سپوتنیک په وینا، هغه دا څرګندونې په مسکو کې د خپلواکو هیوادونو د ګډو ګټو په امنیتي غونډه کې وکړې.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر دا هم ویلي، چې په سوریه کې د داعش د نفوذ د پیاوړتیا خطر شتون لري.

هغه زیاته کړې چې د ترهګرو ډلو مشران په افغانستان او سوریه کې په فعالو وسله والو حساب کوي.

د روسیې دغه امنیتي چارواکي همدارنګه ادعا کړې، چې ترهګر د بهرنيو استخباراتي خدمتونو په مرسته، له کډوالو او داخلي بې‌ځایه شوو کسانو څخه په فعاله توګه استفاده کوي، څو وسله‌وال کسان نورو هېوادونو ته داخل کړي.

په ورته مهال د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو د مشر څرګندونې «بې بنسټه» بللې دي.

هغه طلوع نیوز ته ویلي، چې د طالبانو ځواکونو په افغانستان کې د داعش فعالیتونه «خنثا» کړي دي.

طالبانو پخوا په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی و او ادعا یې کړې وه چې دا ډله یې ځپلې ده.

خو، له دې سره سره سره دې ډلې په مکرر ډول د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د داعش په پټنځایونو د بریدونو راپور ورکړی دی.

په وروستۍ پیښه کې چې دوې شپې وړاندې شوې، د طالبانو د استخباراتو سره تړلو رسنیو ادعا وکړه چې د دې ډلې ځواکونو د کابل په «قصبې» سیمه کې د داعش په پټنځای برید کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه