د آی پي ایل پایلوبه؛ آر سي بي لوبډلې په لومړي ځل جام وګاټه

Photo: IPL FB Page

اطلاعات روز: د انډیا غوره لیګ پایلوبه چې د پنجاب کینګز او رویال چیلنجرز بنلګورو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، بنګلورو لوبډلې وکولای شول چې شپږو منډو پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړي او په دې توګه د آی پي ایل په تاریخ کې په لومړي ځل دا جام وګټي.

دا لوبه چې نن (سې‌شنبه، ۱۳ د غبرګولي) د هند په احمد اباد ښار کې ترسره شوه، آر سي بي یا هم رویال چیلنجرز بنګلورو لوبډلې پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره مقابلې لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۹۱ منډو هدف ورکړ.

پنجاب لوبډلې ونشوای کولای چې دا هدف پوره کړي او د اوو لوبغاړو په بایللو سره یې ټولې ۱۸۴ منډې وکړې او د شپږو منډو په توپیر یې پایلوبه بایلوده.

د یادونې وړ ده چې له پنجاب لوبډلې سره د افغانستان لوبغاړي عظمت الله عمرزي هم لوبه کوله، نوموړي په څلورو اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه او په توپ وهنه کې یې یوازې یوه منډه وکړای شوه.

آر سي بي لوبډله چې د ځینو مشهورو لوبغاړو لکه هندي لوبغاړي ویرات کولي او د دې لوبډلې د پخوانیو لوبغاړو اي بي ډیویلیرز او کریس ګیل له کبله زیاته مشهوره ده، درې ځلې پایلوبو ته وتلې ده خو تر نن ورځې یې جام نه و ګټلی او نن یې په لومړي ځل د ویرات کولي په شتون کې د ۲۰۲۵ کال جام وګاټه.

د هند غوره لیګ (آی پي ایل) د روان میلادي کال د مارچ پر ۲۲ پیل شوی و او د هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي پر مهال د لنډ مهال لپاره لوبې ځنډول شوې وې.

په دې لیګ کې له عظمت الله عمرزي سره-سره نورو اوو افغان لوبغاړو لکه راشد خان، نور احمد، کریم جنت، مجیب الرحمان، فضل الحق فاروقي، رحمان الله ګربز او صدیق الله اتل هم ګډون کړی وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه