پاکستان کې د کراچۍ له زندانه تر ۲۰۰ زیات زندانیان تښتېدلي

Photo: Geo News

اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چې تېره شپه د کراچۍ له مالیر زندان څخه لږ تر لږه ۲۱۶ بندیان هغه مهال تښتېدلي کله چې په دې ښار کې د زلزلې ټکانونو احساس شول او د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه ګڼ زندانیان له خپلو خونو را ایستل شوي وو.

د ایکسپریس ټریبیون په وینا، تېره شپه (دوشنبه، ۱۲ د غبرګولي) په کراچۍ ښار کې د زلزلې تر ټکانونو وروسته په زندان کې وېره خپره شوې او د زندان یوې دروازې ته شاوخوا زر بندیان راغونډ شوي او د قلفونو په ماتولو او پر دېوال د اوښتلو هڅه یې کړې.

د دې رسنۍ په وینا، د زندان ساتونکو هڅه کړې، چې د هوایي ډزو په کولو وضعیت کنټرول کړي، مګر په دې مهال کې یوه زنداني له ساتونکي کلاشینکوف اخیستی او ډزې یې پیل کړي چې له امله یې د زندان دوه ساتونکي ژوبل شوي دي. همدا راز ویل کېږي چې یو زنداني هم د تېښتې د هڅې پر مهال وژل شوی.

په عین مهال کې نورو زندانیانو هم پر ساتونکو د ډبرو ګوزارونه کړي او د پولیسو په وینا، زندانیانو له همدې ګډوډۍ څخه په استفادې له زندانه د تیښتې لار موندلې.

د کراچۍ د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي غلام نبي میمون رسنیو ته منلې چې ۲۱۶ زندانیان تښتېدلي، خو د نوموړي په وینا ۷۸ یې بیرته د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي. د نوموړي په وینا، د نورو زندانیانو د نیولو لپاره هم په سیمه کې پلټنې روانې دي او له عامو خلکو هم د همکارۍ غوښتنه شوې ده.

د پاکستان د سیند ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیاء الحسن لنجر رسنیو ته منلې چې زندانیان له زندانه تښتېدلي، خو نوموړي ویلي چې لا هم څرګنده نه ده چې هغوی په څه ډول له زندانه تښتېدلي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې په دې زندان کې ټولټال ۶ زره زندانیان دي، خو د دوی په وینا چې اوس مهال په زندان کې وضعیت کنټرول دی او شاوخوا د پاتې تښتېدلو زندانیانو د نیولو په موخه عملیات روان دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه