په ارزګان او کندهار کې په دوو جلا پېښو کې دوه ځوانان وژل شوي

اطلاعات روز: په ارزګان او کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې یو ځوان ځان وژلی او بل بیا نامعلومو کسانو په ډزو وژلی دی.

ارزګان کې یوې سرچینې وویل، چې نن (دوشنبه، ۱۲ د غبرګولي) سهار د دې ولايت د مرکز ترينکوټ اړوند «بازار» سيمه کې د عبیدالله عابد په نوم یو ځوان په ټوپک ځان ويشتلی او ژوند ته يې د پای ټکی ايښی دی.

سرچینه زیاتوي، چې عابد دغلته په یوه ښوونیز مرکز کې دنده هم درلوده.

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين دغه پيښه تاييدوي او وایي، چې یاد ځوان د عصبي ستونزو له کبله ځان وژلی دی.

دغه راز کندهار کې سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولايت د ښار پنځمې حوزې اړوند «یخ کاریز» سیمه کې نامعلومو وسله والو یو ځوان ويشتلی او د سيمې څخه تښتيدلي دي.

یوې سرچینې وویل، چې وژل شوی ځوان سید احمد نومیده او د ښار په یاده سیمه کې یې دوکانداري کوله.

سرچینې د دې وژنې د لامل په تړاو معلومات ورنه کړل، خو په سيمه کې ځایي طالبانو یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې دغه ځوان د غلو له لوري وژل شوی دی.

طالبانو زیاته کړې، چې وسله والو غلو لومړی یاد ځوان ویشتلی او بیا یې ترې موټرسایکل وړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د دې ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې هم د طالبانو د پوهنې امر د نامعلومو کسانو  له خوا په ډزو وژل شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه