تورخم کې د لرغونې دورې تاریخي نښې موندل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې په تورخم کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره په «عمري کمپ» کې دننه د لرغونې دورې تاریخي نښې موندل شوې دي.

د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي ذبیح الله نوراني پرون (یکشنبه، ۱۱ د غبرګولي) ویلي، چې یاده ساحه د عمري کمپ د خدماتو کمېټې دننه او شاوخوا موقعیت لري او د سمندر له سطحې څخه ۵۹۷ متره لوړوالی لري، چې د سټلایټ له لارې یې نقشه هم جوړه شوې ده.

د هغه په خبره، په دغه سیمه کې د بابري او کوشاني دورې اثار او نښې هم موندل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، داسې مالومات یې هم ترلاسه کړي چې د یادې ساحې لاندې برخه کې شپږ پخواني کوهیان (څاه‌ګانې) هم موجودې دي، چې یو یې دا مهال د خدماتو کمېټې له لوري بنده شوې او پر سر یې د پخلي اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د نوراني په وینا د عمري کمپ ختیځ لوري ته یوه غونډۍ هم شتون لري، چې لرغونې ده او احتمال شته چې قدامت یې بابري دورې ته ورسیږي.

هغه په ټینګار سره غوښتنه کړې، چې د عمري کمپ د خدماتو کمېټې باید د یادې تاریخي ساحې په داخل کې له هر ډول کیندنو، ودانیو یا نورو فعالیتونو څخه ډډه وکړي، څو دا ساحه خوندي پاتې شي.

له دې وړاندې فرهنګي فعالانو اندېښنه ښودلې وه چې د دغه ولايت د تاريخي ځايونو راسپړنې او خوندي کولو په موخه هېڅ قانوني ګام نه دی اخیستل شوی، بلکې په ډېرو ځايونو کې خپل سرې کيندنې شوي او تاريخي اثار يې لوټ او قاچاق شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه