د ملګرو ملتونو پراختیایي دفتر: د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د انرژۍ له فقر سره مخ دي

photo: undp

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو پراختیایي دفتر وايي، چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د انرژۍ له فقر سره مخ دي او په هیواد کې لمریزه انرژي د کورونو د روښانه کولو هاخوا هیلې پیاوړې کوي.

دغه دفتر نن (یکشنبه، ۱۱ د غبرګولي) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې ویلي، چې دوی د نوي کیدونکي انرژۍ د پراختیا لپاره کار کوي او دغه انرژي روغتیايي مرکزونه، کاروبارونه او د خلکو ژوند بدلوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او د دغه سازمان د پراختیایي دفتر سیمه ییز مدیر، کاني ویګناراجا ویلي، چې د لسیزو جګړو او د پانګونې نشتوالي افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه ګرځولی چې د انرژۍ له پلوه ناامنه دي.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان ۴.۸۵ ګیګاواټه برېښنا ته اړتیا لري؛ مګر د دې هیواد د کورني برېښنا تولید ۰.۶ ګیګاواټه دی.

د کاني ویګناراجا په وینا، په افغانستان کې د انرژۍ اوسط کلنی مصرف اوس مهال یوازې ۷۰۰ کیلو واټه دی، چې د نړۍ له اوسط څخه ۳۰ ځله ټیټ دی.

هغه یادونه کړې چې پرله پسې برېښنا پرېکیدنه او د انرژۍ لوړ لګښتونه خورا اړین خدمات لکه روغتیا پاملرنه ګډوډوي او تر ټولو زیان منونکي اغیزمن کوي.

خو په ورته مهال هغه څرګنده کړې، چې په کال کې د ۳۰۰ څخه زیاتو لمریزو ورځو سره، د افغانستان د لمریزې بریښنا د تولید ظرفیت بې سارې دی.

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازی سټیفن روډریګز ویلي، چې دغه سازمان له ۲۰۲۱ کال راهیسې توانېدلی چې زرګونه سولري سیستمونه په ټول هېواد کې نصب کړي.

د هغه په وینا، دا سیستمونه اوس مهال اړینو خدمتونو ته برېښنا برابروي، چې شاوخوا ۵۰۰ روغتونونه او ښوونځي هم پکې شامل دي او شاوخوا ۳.۷ میلیونه کسان ترې ګټه پورته کوي.

افغانستان اوس مهال په وارداتي برېښنا تکیه کوي، چې د هیواد د برېښنا اړتیاوې نه پوره کوي، او لوی ښارونه اوس مهال د برېښنا له جدي ننګونې سره مخ دي؛ خو طالبان وايي، هڅه کوي چې د هیواد د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کورنیو ظرفیتونو څخه ګټه پورته کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه