ننګرهار کې سږکال د غنمو حاصلات ۱۱ زره مټریکه ټنه اټکل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وایي، چې دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دې ولایت د کرنې ریاست لپاره طالب ویاند اجمل سبحاني وايي، سږکال کروندګرو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې ورکړې او پر وخت اورښتونه د غنمو په حاصلاتو د ډېروالي لامل شوي دي.

د نوموړي په وینا سږکال د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې په ۵۹ زره او ۳۷۶ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي چې د اټکل له مخې نږدې ۱۱ زره مټریکه ټنه حاصل به ورکړي.

سبحاني زیاته کړه: «سږکال د ننګرهار په ولسوالیو کې  په ۵۹۳۷۶ هکټاره ځمکه د کرل شویو غنمو حاصل نږدې ۱۱ زره مټریک ټنه اټکل شوي او تېر کال دا کچه کابو اته زره مټریک ټنه وه، کرنې ریاست لا په هڅه کې دی کروندګرو ته مختلفو برخو کې اسانتیاوې برابرې او حاصلات لوړ شي.»
په همدې حال کې د ننګرهار کروندګر هم د غنمو له کروندو څخه د ښو حاصلاتو را ټولولو هیله لري.

د ګوشتې ولسوالۍ یو کروندګر میر حمزه وايي، تېر کال یې د وچکالۍ له امله له کښتونو ښه حاصلات ترلاسه نه کړل، خو په خبره یې، که څه هم سږکال یې فصلونه ږلۍ وهلي، خو لایې هم خپلې هیلې نه دي بایللي.

میرحمزه زیاتوي: «سږکال هم سېلابونو او هم بې وخته بارانونو او ږلۍ د غنمو فصلونه وهلي، خو حاصلات یې بیا هم ښه دي، څه ډول چې لازمه ده له کروندګرو سره مرستې نه کېږي او که چیرې اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او د اوبو ستونزه حل شي نو په دې سره به د هر څه حاصلات هم زیات شي.»

بزګران وایي، چې ډېری وخت یې حاصلات د طبیعي افتونو له امله له خطر سره مخ وي او دوی له کرنې وزارت او نړیوالو ادارو غواړي چې لازمې مرسته ورسره وکړي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په هېواد کې د غنمو د حاصلاتو د سروې بهیر پیل کړی چې د دې سروې موخه د افغانستان د غنمو حاصلاتو او کيفيت معلومول ښودل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه