ننګرهار پوهنتون کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې د کتاب نړیوالې ورځې د نمانځنې په لړۍ کې د دغه ولایت په پوهنتون کې د کتاب او مطالعې دود پراخولو په موخه د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې دا نندارتون د «د کتاب ارزښت او مطالعې دود» تر سرلیک لاندې (سې شنبه، ۲۳ د غویي) ننګرهار پوهنتون کې د خپرندويو ټولنو په همکارۍ جوړ شوی چې د نن ورځې تر پایه به دوام وکړي.

دی وایي، د دغه نندارتون له جوړېدو څخه یې موخه ځوانان په ځانګړي ډول د پوهنتون د محصلینو او زده کوونکو د کتاب مطالعې ته رابلل دي او هڅه کوي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کتاب مطالعې ته د ځوانانو لېوالتیا زیاته کړي.

بدلون وویل: «دا نندراتون به دوه ورځې دوام وکړي او موخه یې فقط د مطالعې فرهنګ عامول دي ځکه په اوسني وخت کې لږ څه ځوانانو مطالعې ته شاه کړې، خو دا چاره به ځوانان او په خاص ډول محصلین وهڅوي چې کتاب لوستنې ته مخه کړي.»

نوموړی زیاتوي، د پخوا په پرتله په مرکز او ولسوالیو کې د ځوانانو لپاره کتابتونونه پرانېستې دي او ځوانان کولای شي چې د خپلې خوښې کتابونه مطالعه کړي.

بلخوا د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سیدمحمد وقار وایي، په دغه نندارتون کې په ۲۰ غرفو کې کتابونه او ځينې کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي چې په ۱۳ غرفو کې د خپرندويو ټولنو چاپ شوي کتابونه، درېيو غرفو کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو څېړنې او پاتې هغو کې يې کورني تولیدات دي.

نوموړی زیاتوي دا ډول نندارتونونه ځکه ګټور دي چې دوی په کې ځوانان د خپلو مسلکي کتابونو سربېره د عمومي مطالعې او ظرفيت لوړونې کتابونه هم ترلاسه کولای شي.

د کتابونو جوړ شوي نندارتون ګډونوال هم خوښ دی چې په ننګرهار پوهنتون کې د کتابونو د مطالعې لپاره نندارتون جوړ شوی دی.

دوی وایي، چې د هر ځوان دا دنده ده چې نور ځوانان مطالعې ته راوبولي او د کتاب مطالعه کولای شي چې د ځوانانو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه