ننګرهار کې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د زهرو په خوړلو ځا‌ن‌ وژلی

Photo: Social Media

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ زهر خوړلي او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۲ د غویي) د کامې ولسوالۍ اړوند «دارګلۍ» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دغه نجلۍ ۱۹ کاله عمر درلود او زینب نومېده، خو تراوسه کوژده شوې نه وه، چې د کورني تاوتریخوالۍ له امله یې زهرجن درمل خوړلي او ځان‌وژنه یې کړې ده.

بلخوا ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې تراوسه معلومه نه ده چې دغې نجلۍ ولې ځان‌وژنه کړې ده.

په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځان‌وژنې او ورته پېښې زیاتې شوې دي.

کورنی تاوتریخوالی، په بدو کې او کم عمرۍ کې د نجونو ودول، د کورنۍ بې پروایي، وزګارتیا او بې‌وزلي هغه لاملونه ګڼل کېږي چې له امله هېواد کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه موده وړاندې ویلي و، چې د تېر په پرتله هېواد کې د ښځو ځان‌وژنې او په ناقانونه توګه د دوی وژنې، انسان تښتونې او په زندانونو کې شکنجه صفر ته رسېدلې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه