اطلاعات روز: د هېواد ملي دفاع وزارت وایي، د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول یې نیولی دی.
ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه، ۹ د وري) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې د طالبانو دغه استخباراتي مسوول «شفیق الله» نومیږي او د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو عملیاتو کې نیولی دی.
د دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې له نوموړي سره یې دوه تنه نور شکمن کسان هم نیولي دي.
ملي دفاع وزارت د ننګرهار ولایت په یاده ولسوالۍ کې له څه مودې عملیات پیل کړي او وایي، چې په دې عملیاتو کې ګڼې لاسته راوړنې لري.
