اوچا: په افغانستان کې د ورښت کچه لا هم تر متوسطې کچې ټیټه ده

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) وایي چې په افغانستان کې د ورښت کچه لا هم تر متوسط حد ټیټه ده.

دې بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې یوازې د افغانستان په ځینو سیمو کې د ورښت کچه متوسط ته نژدې شوې.

د اوچا له راپور سره سم، په ټول افغانستان کې د ورښت کچه لا هم تر متوسط حد کمه ده، د سیندونو په اکثریت وړو حوضونو کې د واورې اوبه تر متوسط کمې او مخ پر کمېدو دي او دا موضوع د اوبو د کمښت کړکېچ نور هم زیاتوي.

اوچا ویلي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د کرهڼې د سټریس شاخص (اې ایس آی) ښیي چې په دې سیمو کې په وښو پوښل شوې سیمې تر عادي کچې په پام وړ توګه کمې دي او د وچکالۍ وضعیت بیانوي.

دې بنسټ ویلي چې د شمال او شمال ختیځو ولایتونو له ځینو سیمو پرته د افغانستان په اکثریت سیمو کې د وښو د ریښو په ژورو کې د خاورې رطوبت ډېر کم دی چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.

اوچا ویلي چې د شمال ختیځو ولایتونو له ځینو سیمو پرته په ټول افغانستان کې د ځمکې تودوخه تر متوسې کچې لوړه ثبت شوې.

دې بنسټ ویلي، اټکل کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې د ګرمۍ د زیاتوالي او تر متوسطې کچې د ورښت بهیر دوام ولري.

اوچا ویلي چې دا شرایط په زیات احتمال سره کم آبي زیاتوي او له امله یې کرنیز محصولات او څړځایونه کمېږي.

د اوچا له راپور سره سم، د روان میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې د ورښت د کموالي او ځمکې د تودوخې د زیاتوالي له امله تر ټولو زیاتې ځپل شوې سیمې د افغانستان په شمال کې فاریاب او جوزجان ولایتونه دي.

دې بنسټ ویلي چې نورې سیمې چې له ګواښ سره مخ دي په سویل کې هلمند، په لوېدیځ کې هرات، په شمال ختیځ کې کندوز او په ختیځ کې ننګرهار دي.

افغانستان د وروستیو څو کلونو پر مهال له سختې وچکالۍ او د ورښت له کمښت څخه کړېږي.

د پر له پسې وچکالۍ له امله د لویو ښارونو په ګډون په ټول هیواد کې اوبه کمې شوې دي او ګڼ شمېر وګړي څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه