هند پر خپلو لوېدیځو پولو د پاکستان له لوري د ګڼو بریدونو د ترسره کېدو خبر ورکړی

Photo: shankar s./ Flickr

اطلاعات روز: د هند پوځ خبر ورکړی چې د دې هیواد پر لوېدیځو پولو پاکستان ګڼ توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د رویټرز له راپور سره سم، د هند پوځ ویلي چې دا بریدونه تېره شپه او نن ورځ (جمعه، ۱۹ د غوایي) د دې هیواد پر پولو شوي دي.

«انډین ایکسپریس» رسنۍ هم راپور ورکړی دی چې دا بریدونه د پنجشنبې دشپې له ۱۱:۰۰ څخه د نن ورځې د سهار تر ۴:۰۰ بجو روان و.

دې رسنۍ ویلي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه یوه ښځه په «اوري» سیمه کې وژل شوې او څلور کسان نور ژوبل شوي دي.

«انډین ایکسپریس» رسنۍ ویلي چې دا ښځه «نرګس بشیر» نومېده او هغه مهال وژل شوې چې کله یې د خپلې کورنۍ له غړو سره د تېښتې هڅه کوله.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، درې ژوبل کسان د نرګس بشیر د کورنۍ غړي دي.

رویټرز د هند د یوه پوله ساتي چارواکي په وینا د یوې ښځې د وژل کېدو او د یوه بل تن د ژوبلېدو راپور ورکړی دی.

د دې رسنیو له راپور سره سم، د پاکستان په بریدونو کې څو کورونه هم ویجاړ شوي دي.

رویټرز لیکلي چې د «امریتسر» په سرحدي ښار کې د خبردارۍ زنګونه تر دوه ساعته زیات وخت فعال وو او د سیمې له خلګو غوښتل شوي و چې په کورونو کې دې اوسي.

د هند پوځ ویلي چې د پاکستان توغندیزو او د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته «مناسب ځواب» ورکړل شوی، خو نور جزییات یې نه دې ورکړي.

پاکستان تر اوسه د تېرې شپې پر مهال د هند پر پوله بریدونه نه دې تایید کړي.

دا بریدونه تر هغه وروسته کېږي چې د سې‌شنبې په شپه د هند پوځ د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او ځینو نورو سیمو باندې توغندیز بریدونه وکړل.

هند اعلان وکړ چې په دې بریدونو کې یې «ترهګریز مرکزونه» په نښه کړي او ترهګریز تاسیسات یې له منځه وړي.

خو پاکستان وویل چې په دې بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي او د دې هیواد په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ژوبل شوي دي.

پاکستان همدا راز ادعا وکړه چې د فرانسې جوړ «رافال» الوتکې په ګډون یې د هند څو جنګي الوتکې ویشتلې او را اچولې دي.

د هند او پاکستان تر منځ شخړه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې تر ترهګریزې پېښې وروسته زیاته شوه.

هند پاکستان په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړ، خو اسلام اباد دا تور رد کړ.

د نړۍ بېلابېلو هیوادونو دا دوه له اټومي وسلو برخمن ګاونډیان زغم ته رابللي او سپارښتنه یې کړې چې خپلې ستونزې دې د خبرو-اترو له لارې حل کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه