د پاکستان پوځ: د هند په بریدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي

Photo: Geo News

اطلاعات روز: د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، چې د هند په بریدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.

هغه ادعا کړې چې هندي ځواکونو ملکي سیمې په نښه کړي، چې له امله یې د پام وړ تلفات اوښتي دي.

د جیو نیوز په وینا، د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړې چې هند د پاکستان د نیلم-جهلم د اوبو برېښنا د پروژې پر نوسري بند هم برید کړی دی.

هغه ویلي، چې د اوبو برېښنا پروژې په نښه کول د نه زغملو وړ او د خطر زیاتوالی دی.

د پاکستان دې پوځي چارواکي ویلي: «ایا هند غواړي د پاکستان د خلکو لپاره د اړتیا وړ اوبو سرچینو ته زیان ورسوي؟ ایا هغه په ​​بشپړه توګه د هغو پایلو څخه خبر دی چې دا ډول کړنې یې لامل کیدای شي؟ د نړیوالو نورمونو او د جګړې د قوانینو له مخې، ایا د ګاونډي هیواد د اوبو پر زیرمو، د اوبو پر بریښنا پروژو او بندونو برید کول جواز لري؟»

هغه ویلي، چې د هند په بريدونو کې د پاکستان د هوايي ځواک کومې الوتکې يا شتمنۍ ته زيان نه دی رسېدلی.

نوموړي زیاته کړې چې په قاطع ځواب کې، پاکستاني ځواکونو پنځه هندۍ الوتکې رانسکورې کړې دي.

هغه ویلي، چې پاکستان د هند تیري ته ځواب ورکړی او ورکوي به یې.

هند نن سهار (چهارشنبه، ۱۷ د غویي) په پاکستان کې پر یو شمیر هدفونو توغندیز بریدونه کړي دي.
هند دغو بریدونو ته «د سندور عملیات» نوم ورکړی او ویلي یې دي چې دوی د ترهګرو زیربناوې یې په نښه کړې دي.

د هند د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې هغه د خپل هیواد په وسله والو ځواکونو ویاړي او د سندور عملیات په پاهالګام کې د سیلانیانو د وژنې پر وړاندې د هند غبرګون دی.

هغه ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «د مودي حکومت هوډ لري چې په هند او د هغې په خلکو هر ډول برید ته مناسب ځواب ورکړي. بهارت (هند) د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره په کلکه ژمن دی.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه