د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ؛ اوتنبایوا: افغانستان کې د ازادو او خپلواکو رسنیو د زوال شاهدان یو

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دې سازمان د ماموریت مشرې روزا اوتنبایوا د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په ​​هیواد کې ازادې او خپلواکې رسنۍ د دوامدار زوال پر لوري روانې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر نن (شنبه، ۱۳ د غویي) د می د درېیمې یا د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې بیانیه کې د هیواد له رسنیو سره خپل پیوستون څرګند کړی او د آزادو رسنیو د ملاتړ غوښتنه یې کړې.

دغه دفتر ویلي، چې د طالبانو محدودیتونو او اقتصادي ناخوالو اړینو معلوماتو ته د خلکو لاسرسی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، چې رسنۍ او خبریالان د یوې باخبره او فعاله ټولنې بنسټ جوړوي او د هغې رول باید خوندي وساتل شي.

اغلې اوتنبایوا زیاته کړې: «د یو هر اړخیز او سالم رسنیز سکتور له روڼتیا څخه د ډاډ تر لاسه کولو، د ولس باور، او ښې حکومتولۍ لپاره اړین دی. خو په افغانستان کې موږ د آزادو او خپلواکو رسنیو د دوامداره زوال شاهدان یو.»

د یوناما په بیانیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له کبله د رسنیو عواید د پام وړ کم شوي، چې دغه وضعیت ګڼ شمیر رسنۍ تړل کیدو ته اړې کړې دي.

د یوناما په وینا، د طالبانو له لوري د پراخو محدودیتونو وضع کیدل د دې لامل شوي چې د رسنیو مسلکي کسان له ګواښونو، نیول او بندي کیدو، شکنجې او او همدارنګه له بد چلند سره مخامخ شي، چې ښځینه خبریالانې بیا په ځانګړي توګه د خطرونو او خنډونو له امله په شدیده توګه اغیزمنې شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیي چې د ۲۰۲۴ کال له می میاشتې راهیسې د رسنیزو ازادیو د نقض لږ تر لږه ۲۱۵ موارد ثبت شوي، چې په دې لړ کې ۱۷۵ مستقیمې او غیر مستقیمې ګواښنې او ۴۰ د خبریالانو د نیولو موارد دي.

دې مرکز ویلي، چې له نیول شویو خبریالانو څخه ۱۰ تنه یې لا هم په زندان کې دي او د هغوی اووه تنه له اوو میاشتو څخه بیا تر یوه کال پورې په بند محکوم شوي دي.

یوناما په خپله بیانیه کې زیاته کړې، چې افغان رسنۍ هم د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختک اړوند ننګونو  څخه خوندي نه دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، کلتوري او فرهنګي برخې یا یونیسکو استازې، پاتریشیا مک‌فیلیپس په دې اړه ویلي: «مصنوعي ځیرکتیا د پراخو ګواښونو سره مل ده؛ کیداې شي د ناسمو معلوماتو د تولید، غلطو معلوماتو خپریدو، د کرکجنو ویناوو پیاوړي کولو، د خلکو او خبریالانو د سانسور او څارنې د نویو ډولونو کارولو په برخه کې ترې غلطه ګټه واخیستل شي، چې دا به د بیان پر آزادۍ ناوړه پایلې له ځان سره ولري.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه