اطلاعات روز: د خوست امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز خوست ښار کې چاودنې درې سرتیري او پنځه ملکیان ټپيان کړي دي.
د دغه ولايت د امنيه قومنداني وياند قدرت الله حيدرخېل اطلاعات روز ته وويل، دغه چاودنه نن (یکشنبه، ۸ د وري) ماسپښين شاوخوا يوه بجه د خوست ښار اړوند مجاهد څلورلارې سره نږدې شوې ده.
د ښاغلي حیدرخېل په وینا، چاودنه په يو موټر سايکل کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو له امله وه، چې په خبره يې په دغه پېښه کې د ملي امنيت د درې سرتېرو په ګډون ۸ کسان چې پاتې يې ملکيان و، ټپيان شوي دي.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.
