کندهار ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیال سفر: د مرستو بندېدل د میلیونونو وګړو لپاره د مرګ حکم دی

Photo: @UNReliefChief

اطلاعات روز: په بشرپالو چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ټام فلیچر کندهار ته د سفر پر مهال له افغانستان سره د مرستو د کموالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دې چې د بودجې قطع کېدل «د میلیونونو وګړو لپاره د مرګ حکم دی».

ده نن (چهارشنبه، ۱۰ د غوایي) پر ایکس د یوې ویډیو په خپرولو سره د کندهار له یوه روغتونه خپله لیدنه ټکان ورکوونکې بللې.

د ملګرو ملتونو دې لوړپوړي چارواکي لیکلي: «پر هغو خلګو د بودجې قطع کول چې سخته اړتیا ورته لري، د افتخار خبره نه ده. دا د میلیونونو وګړو لپاره د اعدام حکم دی.»

دی په ویډیو کې وایي چې د وروستیو څو میاشتو پر مهال په افغانستان کې ۴۰۰ روغتیایي مرکزونه تړل شوي او تر درې میلیون زیات وګړي له لومړنیو روغتیایي خدماتو بې برخې شوي دي.

ټام فلیچر د کندهار په روغتون کې وضعیت ته په اشارې سره وایي چې د روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو له وجې په دې روغتون کې په هر کټ کې له درو تر څلورو ماشومان بستر دي.

دی زیاتوي، تازه زېږېدلي ماشومان هغو روغتیایي خدماتو ته چې اړتیا ورته لري، لاسرسی نه لري.

ټام فلیچر وایي چې ډاکټران بوږنوونکې پرېکړي کوي چې کوم ژوند وژغوري.

دی وایي چې روغتیایي کارمندان هم وایي چې د معاش له قطع کېدو سره مخ دي.

ټام فلیچر ویلي: «دا د مرستو د قطع کېدو اغېز دی … د مرستو د کمښت اغېز دادی چې میلیونونه وګړي مري.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال پر مهال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا لري او ۱۶.۸ میلیون وګړي په لومړیتوب کې دي.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له دې خلګو سره د مرستې لپاره د ۲.۴۲ میلیارد ډالریزې بودجې غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې چې له افغانستان سره مرستې کمې شوې دي. امریکا چې له افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هیواد و، د ډونالډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته یې له افغانستان او نورو غریبو هیوادونو سره مرستې درولې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه