«د طالبانو د پوهنې د نصاب کتابونو چاپولو لپاره د یوه اسلامي هیواد» شرط: جهاد دې حذف شي

اطلاعات روز: د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله اغا په ښوونځیو کې د درسي کتابونو کمښت ته په اشارې ویلي، چې له یوه اسلامي هیواد څخه یې د تعلیمي نصاب د چاپولو لپاره مرسته وغوښته، خو د دې هیواد شرط دا و چې «جهاد» دې له نصاب څخه حذف کړل شي.

ده دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (۴ د غویي) د غزني په جاغوري کې د یوې غونډې پر مهال کړې دي.

حبیب الله اغا څرګنده کړې، چې په ډېری ښوونځیو او لېسو کې درسي کتابونه نشته او د کتاب د چاپولو لپاره ۳۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

دی زیاتوي چې د پوهنې وزارت د درسي نصاب د چاپولو لپاره یې له یوه اسلامي هیواد څخه مرسته وغوښته، خو دې هیواد د خپلې مرستې لپاره شرط وړاندې کړی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست د کوم هیواد له نوم اخیستلو پرته ویلي: «دوی (یوه اسلامي هیواد) وویل چې دا نصاب درته په دې شرط چاپوو. ومو ویل  چې شرط مو څه دی؟ ویې ویل زموږ شرط دادی چې ستاسو په نصاب کې [د جهاد] په نوم مضمون باید نه وي. که ستاسو په نصاب کې یو کتاب د جهاد اړوند وي، موږ درته نصاب نه چاپوو.»

حبیب الله اغا زیاته کړې چې ټوله نړۍ «هم اسلامي او هم کفري دنیا» له طالبانو سره تعامل نه کوي، نه دا ډله په رسمیت پېژني او نه هم ورسره مرسته کوي.

دی وایي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت ته «نه یوه افغانۍ کفر ورکړې او نه هم مسلمان».

طالبان د نامسلمان نفوس لرونکي هیوادونه «کفري» بولي.

دا ډله د تېرو شلو کلونو پر مهال د افغانستان د پخواني حکومت او د بهرنیو ځواکونو پر خلاف خپله جګړه «جهاد» بولي.

د طالبانو پوهنې وزارت د افغانستان زده کړییز نصاب بدل کړی او ځینې مضامین یې حذف کړي دي. دا وزارت په عین مهال کې په ښوونځیو کې د جهادي ایډیولوژۍ د تطبیق په هڅه کې دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه