د روغتيا نړيوال سازمان: د مرستو بندیدو له امله په افغانستان کې د ۲۰۲ روغتيايي مرکزونو فعالیت ځنډول شوی

Photo: © WHO

اطلاعات روز: د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د فبروري په میاشت کې د امریکا له خوا د مرستو له بندیدو وروسته، په افغانستان کې د ۲۰۲ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډول شوي دي.

دغه سازمان په خپل میاشتني راپور کې چې نن (پنج شنبه، ۴ د غویي ) خپور شوی، ویلي چې د دغو روغتيايي مرکزونو د کار دریدو سره په ۲۸ ولايتونو کې شاوخوا ۱.۸ ميليونه کسانو ته د اړينو روغتيايي خدمتونو بهير ګډوډ شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ويلي، چې د روغتیایي خدمتونو د بیا فعالولو او د روغتیایي سیستم د لا نور نړیدو د مخنیوي لپاره، د مرسته کوونکو د ملاتړ د جلبولو لپاره بیړنۍ غوښتنه ډېره حياتي ده.

تر دې مخکې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې به د دې سازمان تر ملاتړ لاندې ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله وتړل شي.

دې سازمان خبرداری ورکړی و چې که بیړنی اقدام ونه شي، د ۲۰۲۵ تر جون پورې ښايي له ۲۲۰ څخه ډېر نور مرکزونه وتړل شي او نږدې ۱.۸ میلیونه نور کسان به لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.

د روغتیايي مرکزونو تړل کیدو خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي، چې افغانستان لا دمخه د خوارځواکۍ، شري، ملاریا، ډینګي تبه، پولیو، او کریمیا-کانګو تبې په ګډون له څو عامو ناروغیو سره مبارزه کوي.

د حاد تنفسي انتاناتو کمښت

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل میاشتني راپور کې څرګنده کړې چې د مارچ په میاشت کې د حاد تنفسي عفونت ۱۳۹ زره او ۲۲۶ پېښې ثبت شوي او د همدې ناروغۍ له امله بیا ۳۰۹ تنه مړه شوي دي.

دې سازمان ویلي، چې د مارچ په میاشت کې د شدید تنفسي انتاناتو (اې آر آی) یا سینه بغل په شمیر کې د فبروري په پرتله ۱۸.۹ سلنه کمښت راغلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، دغه کموالی د هوا د تودېدو له امله دی، کوم چې د تنفسي عفونتونو کچه ټيټوي او همدارنګه د پنوموکوک او یا د انفلونزا د واکسیناسیون د تطبیق پایله ده.

دغې سازمان په فبرورۍ میاشت کې د حاد تنفسي عفونت ۱۷۱زره او  ۶۵۹ پېښې او له دې ناروغۍ سره تړلې ۳۵۰ مړینې ثبت کړې وې.

د شري ناروغۍ خطرناک زیاتوالی

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې د شري مشکوکې پېښې د دې ناروغۍ د اندېښمنوونکي پورته کېدونکي بهیر څرګندونه کوي او یوازې د مارچ په میاشت کې ۱۲ زره او ۵۳۵ نوې پېښې راپور شوي چې دا د فبرورۍ په پرتله ۴۲.۸ سلنه ډېروالی ښيي.

د روغتیا نړیوال سازمان یادونه کړې، چې د مارچ په میاشت کې د شري ناروغۍ له امله د ۸۲ کسانو مړینې هم راپور شوې دي.

د سازمان په وینا، د شري ناروغۍ د مړینې کچه ۰.۷ سلنه ده، چې په هغو خلکو کې د شري ناروغۍ شدت په ګوته کوي چې واکسین شوي نه دي.

دې سازمان د مارچ په میاشت کې په خپل راپور کې د ملاریا ۷۹۴ قضیې، د کانګو ۲۹ قضیې، د ډینګي تبې ۱۸ قضیې، او د کرونا ویرس ۱۴۷ قضیې هم راپور کړي دي.

د دې راپور له مخې، په مارچ میاشت کې اووه زره او ۱۲۸ د دوامدراه حاد اسهال پېښې ثبت شوې چې د فبرورۍ په پرتله ۹.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه