تورخم کې هغه پولیس چې مېرمنې یې په لښته وهلې وې، تل لپاره له نظامه بهر شو

اطلاعات روز: د کورنیو چارو وزارت وایي، تورخم ښارګوټي کې هغه پولیس سرتېری چې مېرمنې یې په لښته وهلې وې، له مجازاتو سربېره تل لپاره له نظامه بهر شو.

د دې وزارت ویاند طارق ارین نن (یکشنبه، ۸ د وري) پر خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه سرتېری وهاب نومیږي او زیاته کړې ده، چې د نوموړي دا کړنه طالباني دود او ترسره کوونکی یې «ترهګر» دی.

نوموړي زیاته کړې: « پر ښځو لاس پورته کول طالباني دود دی او هر هغه کس چې دا ډول ظلم ترسره کړي، ترورېست دی. په تورخم کې هغه ویډیو چې پر یوې ښځې د لاس پورته کولو او ډبولو وه، وڅېړل شوه. هغه سرتېری وهاب نومېږي او د مجازاتو سربېره د تل له پاره له نظام څخه وایستل شو.»

طارق ارین په دوام کې لیکلي چې پولیس د قانون پلې کوونکي کې دي او د مسلکي کېدو لپاره یې کار کیږي او زیاته کړې یې ده چې پولیس متخصص او ولسي ځواک دی، پر ځوروونکو اعمالو لاس پورې کول یې په هېڅ ډول د منلو نه ده.

څو ورځې وړاندې پر ټولنیز شبکو یوه ویډیو خپره شوه او په کې لیدل کېدل چې یو پولیس سرتېری په لښته مېرمنې وهي. دغې ویډیو ټولنیزو شبکو کې د افغان کاروونکو توند غبرګونونه راپارولي و او له حکومت یې په دې برخه کې د جدي اقدماتو غوښتنه کړې وه.

هغه مهال د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د خپرې شوې ویډیو په اړه ویلي و، چې په دې اړه یې څیړنې پیل کړي او له څیړنو وروسته به یې عاملینو ته قانوني سزا ورکړي.

تورخم سوداګریزه لاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر ټولو لویه سوداګریزه لار ګڼل کیږي، خو پر دغه لاره تلونکي په تورخم ښارګوټي کې د پولیسو له بد چلند شکایت کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه