نړیوال بانک: په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه دوه چنده شوې

اطلاعات روز: نړیوال بانک د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې په هیواد کې د بې‌کارۍ کچه دوه برابره شوې او د افغانستان له هرو څلورو ځوانانو یو یې بې‌کاره دی.

دا راپور چې نن (چهارشنبه، ۳ د غوایي) خپور شوی، پکې ویل شوي چې بې‌کاري په هیواد کې زیاته شوې او د ځوانانو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره کار موندل سخت شوي.

د نړیوال بانک په وینا، د افغانستان ځوان نسل د پیاوړتیا او نه کارول شوي ظرفیت سرچینه ده؛ خو په دې هیواد کې د ځوانانو لپاره کاري بوختیاوې لا هم یوه ننګونه ده.

د نړیوال بانک په وینا، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د اقتصادي اړتیاوو له وجې اړې شوې دي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره اضافي کار وکړي او د نه فعالتی کچه راټیټه کړي؛ مګر د کاري ځواک لپاره تقاضا ډېره محدوده ده.

د نړیوال بانک له راپور سره سم، کوم کسان چې کار کوي هغوی هم تر ډېره په غیر رسمي او کم عاید لرونکو کارونو کې بوخت دي.

د نړیوال بانک په وینا، په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه دوه چنده شوې او تر ۲۰۲۳ کال پورې یو پر څلور برخه ځوانان (له ۱۵ کلنۍ تر ۲۹ کلنۍ) بې‌کاره وو.

نړیوال بانک ویلي چې جنسیتي نابرابرۍ لا هم دوام لري او له امله یې ښځې د کار په بازار کې په نامناسب وضعیت کې دي.

نړیوال بانک د افغانستان د ځوانانو پر کار ګومارلو او د هغوی د مهارتونو د لوړولو لپاره د افغانستان پر اقتصادي ودې او اوږدمهالي ثبات ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د نړیوال بانک استازي حداد زرووس ویلي: «د ښځو په شمول ځوانان چې کاري ځواک دي، په خصوصي برخه کې کار کوي. دوی زیات وخت د کمو پیسو لپاره کار کوي او داسې کارونه کوي چې د هغوی له زده کړو سره برابر نه دي. هغه سیاستونه او برنامې چې د خصوصي برخې ملاتړ کوي، د لا زیاتو او ښو بوختیاوو د ایجاد لپاره اړین دي.»

ده ویلي، کوم سیاستونه چې په کاري ځواک کې د ښځو ونډه او زده کړو ته د نجونو لاسرسی محدودوي، د انساني پانګې پر وده، پر اوږدمهالي پرمختګ او بهرنیو مرستو پر راتلونکې اغېز کوي.

د ناخالص تولید ۲.۵ سلنه وده

نړیوال بانک ویلي چې د افغانستان اقتصاد په تدریجي توګه د ښه کېدو په حال کې دی، مګر سرعت یې ورو دی او راتلونکی یې هم د مالي فشارونو، د تجارتي کسر د زیاتوالي، دوامدار فقر او غذایي ناامنۍ له مخې مشخص نه دی.

د نړیوال بانک په وینا، اټکل کېږي چې د افغانستان ناخالص کورنی تولید به د ۲۰۲۴ کال پر مهال ۲.۵ سلنه وده کړې وي.

نړیوال بانک وایي چې دا اقتصادي وده د کرهڼې، معدنونو، بیا رغونې او سوداګرۍ له امله ده؛ مګر د نامطلوبې سوداګریزې فضا، د صادراتو په وړاندې د شته خنډونو او بهرنیو مرستو د کمښت له وجې تولید او خدمات لا هم له ننګونو سره مخ دي.

دې بنسټ ویلي چې په خصوصي برخه کې د لږ لاسته راوړنو او په املاکو کې د پانګونې بر خلاف د وارداتو زیاتوالي سوداګریز کسر زیات کړی دی.

نړیوال بانک همدا راز ویلي چې نفوس مخ پر زیاتېدو دی خو سړي سر عاید کم دی، په داسې حال کې چې له لوړې بې‌کارۍ او د ښځو پر اقتصادي ګډون له محدودیتونو سره هممهاله فقر او غذایي ناامني هم تشدیده شوې ده.

د نړیوال بانک په وینا، د پاړسوب (انفلاسیون) فشار هم کم شوی، مګر د اقتصادي ثبات، مزدورۍ او پانګونې لپاره خطرونه لا هم پر ځای پاتې دي او بېړنۍ مداخلې او د اوږدمهالي رګود د مخنیوي سیاست ته اړتیا ده.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک استازي فارس حداد زرووس ویلي چې بانکي څانګه هم مخ پر ماتېدو ده.

د ده په وینا، پر پور ورکولو محدودیتونه او د نغدو کړکېچ د اقتصادي ثبات د ملاتړ لپاره د قوي مالي اصلاحاتو اړتیا څرګندوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه