په کاپیسا کې یو کس د خپلې میرمنې په ګډون درې تنه ووژل

اطلاعات روز: کاپیسا کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت په اله سای ولسوالۍ کې یو کس خپله میرمن او دوه نور خپلوان په ډزو وژلي او خپل ځان یې هم ټپي کړی دی.

د کاپیسا امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پیښه پرون (جمعه، ۲۹ د وري) ماښام شاوخوا ۶:۰۰ بجې د اله سای ولسوالۍ اړوند بهادرخیل کلي کې رامنځته شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې، چې د کفایت الله په نوم یوه سړي لومړی د «مهرابان» په نوم یو ۳۰ کلن سړی او د هغه زوی د کلاشینکوف په ډزو وژلي او بیا یې خپله میرمن هم وژلې ده.

د کاپیسا د امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې «مهربان» د کفایت الله نږدې خپلوان بلل شوی، خو د یادې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالفتاح فایز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دا دواړه ګاونډیان وو.

په عین حال کې، یوې بلې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د کفایت الله میرمن د «مهربان» وریره وه.

د سرچینې په وینا، د «مهربان» زوی چې په دې پیښه کې وژل شوی، شپږ کاله عمر درلود.

سرچینې زیاته کړه، چې مهربان سوداګر و او په کابل کې اوسېده، چې له ډېرو کلونو وروسته خپل کلي ته ستون شوی و.

په کاپیسا کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د دې وژنې لامل «کورنۍ ستونزه» بللې او ویلي یې دي، چې د دې موضوع په اړه یې څېړنې پیل کړي.

د دې قومندانۍ په وینا، چې بریدګر ځان هم په چپ اوږه کې ټپي کړی او په دې حالت کې نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.

بلخوا بیا یوې سرچینې وویل، چې د کفایت الله خپلوان د طالبانو غړي دي. د دې سرچینې په وینا، چې د نوموړي ورور په اله سای کې د طالبانو امنیې قومندان دی، خو د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې د اله سای امنیې قوماندان د نجراب ولسوالۍ څخه دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه