کندهار کې يو ځوان د خپلې کورنۍ د غړو مخ کې ځان په ډزو وژلی

اطلاعات روز: کندهار کې سيمه ييزې سرچينې خبر ورکوي، چې د کندهار ـ هرات پر لویه لار یو ۲۵ کلن ځوان د خپلې کورنۍ د غړو مخ کې ځان په ډزو وژلی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه ځوان احمدالله نومیده او تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۷ د وري) ماسپښین ۰۳:۰۰ بجې یې د میوند او ژیړۍ ولسوالۍ ترمنځ «حوض مدد» سیمه کې ځان وژنه کړې.

سرچينه زیاتوي، چې احمدالله اصلي د هلمند ولايت اوسيدونکی و او د خپلې مور او د نورو خپلوانو سره په پاسو موټر کي روان و چې د لارې په اوږدو کې يې د کورنۍ د غړو سره لفظي شخړه کړې او وروسته يې ځان ويشتلی دی.

يوې بلې سرچينې بیا وویل، چې ياد کس په موټر کې ورسره ناست د اکا زوی له لوري وژل شوی او په موټر کې ناسته يوه عمر خوړلې ښځه هم ټپې شوې.

کندهار کې ځایي طالبانو  تر اوسه د دغې پيښې په اړه څه نه دي ويلي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پټې وژنې او د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي، چې د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه