د پکتیا لېرې پرتو سیمو کې ښوونځیو ته د ماشومانو استولو عامه پوهاوی پیل شوی

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په څلورو ولسوالیو کې ښوونځیو ته د ماشومانو د استولو په موخه عامه پوهاوی پیل شوی دی.

د دې ولایت د لېرې پرتو ولسوالیو ځوانانو له پوهنې ریاست سره په ګډه مټې را بډ وهلې او د موټریز کاروان له لارې یې په کلیو او بانډو کې ځايي خلکو ته «که ستا بچی دی، زما خور او ورور دی، باید ښوونځي ته راشي» تر نوم لاندې عامه پوهاوی پیل کړی، تر څو د کورنیو مشران خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي. 

د څمکنیو، ډنډپټان، جانیخېلو او لجې منګل ولسوالیو ځوانان وايي، لایې هم په سیمه کې ګڼ ماشومان له زده کړو محرومه دي او له دې لارې یې کورنۍ هڅوي، چې خپلو ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.

د پیل شوي عامه پوهاوي یو ګډونوال او د ډنډپټان ولسوالي اوسېدونکي رووف خان وویل، چې دوی دا کار په خپلو شخصي مصارفو پیل کړی او غواړي، چې د زده کړو اهمیت په اړه خلکو ته پیغام ورسوي.

د عامه پوهاوي ګډونوال رووف خان وايي: «مونږ دلته په ډنډپټان، څمکنیو، جانیخېل او لجې منګل ولسوالیو کې د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی، تر څو د دې سیمې خلک هغه ماشومان چې د ښوونځي عمر یې پوره وي، د زده کړو په موخه په ښوونځیو کې شامل کړي، په دې کې ځوانانو خپل شخصي موټر راویستلي او ټول مصارف یې په شخصي لګښت کړي دي.»

د څمکنیو، ډنډپټان، جانیخېلو او لجې منګل هغه ولسوالۍ دي، چې دغه کمپاین په کې روان شوی دی.

د څمکینو ولسوالي یو بل اوسېدونکی دین محمد همت بیا وايي، په سیمه کې د شته ناخوالو یو لوی لامل د عصري زده کړو نه موجودیت دی، چې له امله یې ګڼو ځوانانو بې لاریو ته مخه کړې ده. 

همت وویل: «زمونږ په همدې لرې پرتو ولسوالیو کې اوس هم ګڼ ځوانان بې روزګاره ګرځي، چې دا بېکاري د دې لامل شوې، چې دلته همدا ځوانان ناوړه کارونو ته مخه کړي، مونږ ځکه له خلکو غواړو، چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي، چې کورنۍ یې سالمه او له تیارو راووځي.»

په همدې حال کې د پکتیا ولایت د پوهنې ریس کوچی ځاځی له پوهنې بهیر سره د خلکو همکاري اړینه بولي، نوموړی ډاډ ورکوي، چې نویو شامېلدونکو ماشومانو ته به اړوند ټول امکانات برابروي. 

د پوهنې ریس کوچی ځاځی وايي: «مونږ له ټولو پکتیا والو غوښتنه کوو، چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي او دوی ته دا ډاډ هم ورکوو، چې له پوهنې ریاست سره په واک کې ټول امکانات به زده کوونکو ته برابرو چې نوي په ښوونځیو کې شامېلیږي.»

نوموړي اطلاعات روز ته په خبرو کې دا هم وویل، چې پکتیا کې یې تر ۹۰ سلنه پورې هغو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې، چې پخوا یې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په زده کړو بوخت و.

ښاغلی ځاځی وايي: «خوشبختانه چې تېر کال مونږ په ټوله پکتیا کې هغه ستونزه هواره کړې، چې د ښوونځیو ودانیو په برخه کې مو درلوده، اوس مونږ په پکتیا کې تر ۹۰ سلنه پورې ښوونځیو ته ودانۍ لرو او هم مو د ښوونکو مسلکيتوب ته لومړيتوب ورکړی دی.»

د پکتیا د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې چې سږ کال به په ټوله پکتیا کې شاوخوا ۳۰ زره نوي زده کوونکي په ښوونځیو کې شامل شي، چې له ډلې به یې نیمايي انجونې وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه