د طالبانو عدلیې وزارت: د حزب اسلامي دفترونه وتړئ او کارکوونکي یې تر «توبې» ویستلو توقیف کړئ

اطلاعات روز: د طالبانو عدلیې وزارت خپلو ولایتي دفترونو ته امر کړی چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي فعال دفترونه وتړي، تجهیزات یې ضبط او کارمندان یې توقیف کړي.

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار نن (دوشنبه، ۲۵ د وري) د طالبانو د دې مکتوب د یوې کاپي په خپرولو سره په دې اړه خبر ورکړی دی.

دغه مکتوب چې کندز کې د طالبانو د عدلیې ریاست له لوري خپور شوی، د دغې ډلې د عدلیې وزارت په حواله ویل شوي: «څرنګه چې اوریدل کېږي د حزب اسلامي له عنوان او ادرس څخه اوس هم وخت په وخت نشرات او فعالیت ترسره کېږي».

په دې مکتوب کې د طالبانو د عدلیې وزارت په حواله زیاته شوې: «بناً د حزب په نوم باندې که په هر ولایت کې دفتر خلاص وي، دفتري تجهیزات یې خپل ریاست ته راولیږدوئ او دفتر مهر لاک کړئ او کوم کسان چې په هغه دفتر کې وي، تر هغه وخته یې توقیف کړئ، ترڅو یې له خپل دغه عمل څخه توبه نه وي کړي.»

د دې مکتوب له مخې، د طالبانو د عدلیې وزارت خپلو ولایتي څانګو ته ویلي، چې د والي له دفتر او استخباراتو سره په همغږۍ کې د حزب اسلامي دفترونه وتړي.

په مکتوب کې دغه راز د طالبانو د عدلیې وزارت له قوله ویل شوي، که چیرې ستاسو اړوند ولایت کې د حزب اسلامي دفتر شتون ونلري، خو یو شمیر کسان یې له ادرسه فعالیت کوي، نو داسې کسان دې تر پیژندلو وروسته ونیول او توقیف شي.

د طالبانو د دې مکتوب په ځواب کې حبیب الرحمن حکمتیار د دې ډلې کړنې د افغانستان د کمونیستي حکومت سره پرتله کړي او ویلي یې دي چې د کمونستانو په څیر، طالبان خپل سیاسي مخالفین «دښمنان» ګڼي.

هغه زیاته کړې: «کمونیستان ناکام او شرمنده شول، او دوی هم هماغه شرمنده او ناکامه تجربه تکراروي.»

طالبانو افغانستان د کنټرول ترلاسه کولو وروسته، په ټول هیواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه منع کړی دی.

دې ډلې د سیاسي ګوندونو او اړوندو رسنیو دفترونه هم تړلي، چې په دې کې حزب اسلامي پورې تړلی «بریا» تلویزیون هم شامل دی.

طالبانو دغه راز هغه کور هم بیرته اخیستی، چې پخواني افغان حکومت ګلبدین حکمتیار ته په دارالامان سیمه کې ورکړی و او نوموړی یې د کابل وزیر اکبر خان سیمې ته انتقال کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه