هلمند او کندهار کې د دوو ترافیکي پیښو له کبله اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: هلمند او کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پیښو له کبله څلور تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

هلمند کې سرچینې وایي، چې د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د «بغرا» کانال ته د یو ویټز موټر د لوېد له کبله درې تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه پرون (دوشنبه، ۱۸ د وري) د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند «هزار جفت» سیمه کې سپین جومات ته څیرمه رامنځته شوې ده.

یوې سرچینې وویل، چې یاده سیمه کې یو ویټز ډوله موټر د زیاد سرعت له کبله له عمومي سړک څخه اوښتی او د بغرا کانال ته لوېدلی، چې پرمهال یې درې تنو ژوند بایللی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، د دې پیښې ټپیان د سیمې نږدې روغتون ته لیږدول شوي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د ښار اړوند نهمې ناحیې ته څېرمه د یوې ترافیکي پیښې له کبله یو کس مړ شوی دی.

ځایي سرچینه وایي، دا پېښه نن سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د موټرسایکل او مازدا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پرمهال یې موټرسایکل چلوونکی ځای پر ځای مړ شوی دی.

د دې دواړو پیښو په اړه د سیمې طالب چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د هلمند په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې عمده لاملونه یې د موټرو زیات سرعت، د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بلل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه