د کونړ او نورستان خلک: د اقتصادي ستونزو له امله اختر ته چمتووالی نه لرو

اطلاعات روز: کونړ او نورستان کې ځایي خلک وایي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته بې‌کاري زیاته شوې او اقتصادي ستونزې یې ورځ بلې ته په زیاتېدو دي، چې له امله یې ژوند او اخترونه پیکه شوي دي.

توریالی چې د تېر جمهوري نظام پرمهال یې په یوه خصوصي شرکت کې دنده ترسره کوله د طالبانو له راتګ وروسته بې دندې او اوس په اسعد اباد ښار کې پر لاسي کراچۍ کار کوي. نوموړی وایي، د کار روزګار نشتوالي او اقتصادي ستونزو له جدي ننګونو سره مخ کړی او د اختر په را رسېدو یې خپلو اولادونو ته نه لباسونه اخېستي او نه هم د خوراکي توکو د اخېستو توان لري.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زه په لاس ګاډي د خلکو سودا وړم راوړم، کله راته د ورځې پنځوس روپۍ پاتې شي کله سل، په دې روپیو مې هېڅ چاره نه کېږي، د روژه ماتي لپاره هم پرې څه نه شم اخېستی؛ ځکه له یوه طرف قېمتي ده له بل طرف  د کارونو خونده نشته، قسم که مې تر اوسه خپلو بچیانو ته جامې کړې وي او نه د اختر لپاره د مېوې اخېستو وس لرم.»

کونړ مېشتي وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې اخترونه پیکه او د ژوند خوند تللی چې لامل یې له دولتي دندو د پخواني نظام کار کوونکو ګوښه کول بولي.

دوی زیاتوي چې له یوه لوري یې کار روزګار نشته او له بل لوري د خوراکي او نور د اړتیا وړ توکو بیې تر دې کچې لوړې شوي چې دوی یې له رواني ستونزو سره مخ کړي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی میر زمان چې د پخواني نظام پرمهال پر دولتي دنده بوخت او اوس بې‌کاره دی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «پخوا دولتي مامور وم، اوس بېکاره یم، هېڅ کار نه لرم، بچیانو ته مې د اختر لباس نه دی اخېستی، زمونږ چم ګاونډ کې ډېرو خلکو اختر ته تیاری نه دی نیولی؛ ځکه خلک بې روزګاره دي او له چا سره د یوې روپۍ درک نشته، قسم چې دې حالت نور لېونتوب ته رسولی یم.»

ورته مهال د نورستان یو شمېر اوسېدونکي هم نیوکه کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې دولتي دندې انحصار کړي او ورځ بلې ته د حلکو اقتصاد مخ په ځوړ روان دی.

دوی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې خلکو سره دې د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د نورستان د پارون ښار اوسېدونکی نورسلام وویل: «چې د طالبانو حکومت راغلی اکثریت مامورین چې په مسلکي بستونو یې کار کاوه لېرې کړي او پر ځای یې خپل جنګیالي ځای پر ځای کړي چې له دې امله د خلکو ستونزې ورځ بلې ته په ډېرېدو دي، زما غوښتنه دا ده چې  اوسنی نظام (طالبان) باید ټولو خلکو ته دولتي دندې ورکړي، باید هرڅه میم زر ما ټوله زما نه کړي؛ ځکه د دې وطن هر وګړی د دولتي دندې او نورو کارونو حق لري.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته ت طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پراخې بې‌کارۍ او بې وزلۍ څپې خپرې شوي چې یو شمېر هېوادوالو د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له امله ځان وژنې هم کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه