عراقچي: طالبانو په افغانستان کې خپل واک ټینګ کړی دی

Photo: MFAIran

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې طالبانو د وروستیو درې نیمو کلونو پر مهال پر افغانستان خپل واک ټینګ کړی دی.

ښاغلي عراقچي په هغې مرکې کې چې نن (یکشنبه، ۳ د وري) پر «خبر انلاین» ویبپاڼې خپره شوې، ویلي: «د پخوا په پرتله چې د افغانستان هر ګوټ به د یو چا په لاس کې و، اوس داسې نه ده او حاکمیت او امنیت ټینګ دی.»

ده ویلي چې ایران طالبان په رسمیت نه دې پېژندلي او اوس یې هم په رسمیت نه پېژني.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ایران او افغانستان تر منځ ځیني جدي موضوعات شته او اړتیا ده چې پاملرنه ورته وشي او دواړه لوري یې په اړه خبرې وکړي.

عراقچي ویلي: «د نشیي توکو او افغانستان د کډوالو بحث دی چې په هیواد کې یې په تړاو ټول حساس شوي دي او وایي چې چاره یې باید وشي. زموږ د پولو د امنیت بحث دی چې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومیتره ګډه پوله لرو او د هر متر امنیت یې موږ ته مهم دی. په افغانستان کې د تروریزم او ترهګرو ډلو [په ځانګړې توګه] د داعش بحث هم دی. د شیعه ګانو د امنیت بحث او په ځانګړې توګه د افغانستان سوله او ټیکاو. د فارسي ژبې بحث دی چې په تړاو یې حساسیت لرو. د تجارت بحث دی چې د تحریم په شرایطو کې له افغانستان سره زموږ سوداګري په رسمي او غیر رسمي توګه د میلیاردونو ډالرو ده.»

ده ویلي چې له هلمند سیند څخه د ایران د حقابې بحث لا هم مطرح دی او اوبه باید سیستان و بلوچستان ته ورسېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له دې موضوعاتو څخه هر یو یې «یوه لویه او جدي ننګونه ده چې د ایران له ملي ګټو سره تړاو لري او باید د خپلو ملي ګټو په خاطر دې موضوعاتو ته پام وکړو او حل یې کړو».

ایران او طالبان پر افغانستان د دې ډلې تر بیا ځل واکمنېدو وروسته پراخ سیاسي او اقتصادي تعامل لري.

عباس عراقچي د نړۍ یو له هغو بهرنیو چارو وزیرانو څخه دی چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې دې هیواد ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.

مګر له دې سره-سره د ایران او طالبانو اړیکې له ترینګلتیاوو خالي نه دي او کله-کله د دواړو لورو اړیکې د سرحدي مسایلو او حقابې پر سر ترینګلې کيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه