پر زده کړو بندیز؛ له زده کړو څخه د محرومو نجونو شمېر ۲.۲ مېلیونو ته ورسید

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل او د نجونو پر زده کړو د دوامدار بندیز سره شاوخوا ۴۰۰زره نورې نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې شوې، چې دې سره یې شمیر ۲.۲ مېلیونو ته ورسید.

د یونیسف اجرایوي مدیرې کاترین راسل نن (شنبه، ۲ د وري) په یوې بیانیه کې ویلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز د مېلیونونو افغان نجونو راتلونکي ته زیان رسوي.

هغې یادونه کړې چې که چیرې دا بندیز تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، نو له څلورو مېلیونو څخه ډیرې نجونې به د لومړني ښوونځي هاخوا د زده کړو له حق څخه محرومې شي.

کاترین راسل پر زده کړو د بندیز پایلې د دې نجونو او افغانستان لپاره ناورینونکې بللې دي.

هغې په ​​وینا، دا بندیز به د هیواد په روغتیا سیسټم، اقتصاد او راتلونکي منفي اغیزه وکړي.

د یونیسف مدیرې ویلي: «دېته په پام سره چې لږې نجونې زده کړې ترلاسه کوي، نو دوی په ماشومتوب کې د ودونو له لوی خطر سره مخ کېږي، چې د دوی د هوساینې او روغتیا لپاره منفي پایلې لري. سربېره پر دې هیواد به د وړ ښځینه روغتیایی کارکوونکو له کمښت سره مخ شي، چې دا چاره ژوند په خطر کې اچوي.»

هغې زیاته کړې چې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له امله، نجونې او ښځې به هغه طبي درملنه او ملاتړ ترلاسه نه کړي چې دوی ورته اړتیا لري.

کاترین راسل ویلي: «موږ د میندو د مړینې ۱۶۰۰ او د ماشومانو د مړینې ۳۵۰۰ اټکل کوو. دا یوازې شمېرې نه دي، بلکې له لاسه ورکړل شوي ژوندونونو او د ماتو شویو کورنیو ښکارندوی کوي.»

نوموړې په ټینګار سره ویلي: «په افغانستان کې له دریو کلونو څخه زیات د نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. اوس باید ټولو نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځيو ته لاړې شي.  که چیرې دا وړې او هوښیارې ځوانې نجونې د زده کړې څخه محرومې پاتې شي، نو پایلې به یې تر نسلونو پورې دوام وکړي.  افغانستان نه شي کولی د خپل نفوس نیمایي برخه شاته پریږدي.»

د یونیسف اجرایوي مدیرې د خپلو خبرو په دوام کې افغان ماشومانو سره د دې سازمان د مرستو ډاډ ورکړی دی.

هغې ویلي، د نجونو پر زده کړو د بندیز سره سره، یونیسف د ټولنې پر بنسټ زده کړو له لارې ۴۴۵زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې، چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي.

د یونیسف اجرایوي مدیرې پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پر تعلیم بندیز ختم کړي.

هغه ټینګار کړی چې «تعلیم یوازې یو بنسټیز حق نه دی، بلکې دا د یوې روغې، باثباته او سوکاله ټولنې لپاره یوه لاره ده».

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د نوي ښوونیز کال پیل په موخه د ښوونځي زنګ وواهه.

دا څلورم ښوونیز کال دی چې افغان نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.

طالبانو د هیواد د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته، نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او د پوهنتون له زده کړو څخه محرومې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه