د خبریالانو مرکز: د روان کال پر مهال د خبریالانو او رسنیو د حقونو د نقض موارد ۳۴ سلنه زیات شوي دي

Photo: AFJC

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز د کلني راپور په خپرولو سره ویلي چې د روان لمریز کال پر مهال د طالبانو له لوري د رسنیو او خبریالانو د حقونو د نقض موارد ۲۴ سلنه زیات شوي دي.

دې مرکز نن (یکشنبه، ۲۶ د کب) او د «خبریال د ملي ورځې» په درشل کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال پر مهال د رسنیو او خبریالانو د حقونو د نقض ۱۷۲ پېښې ثبت شوې دي چې په دې کې ۱۲۲ د ګواښ او لږ تر لږه ۵۰ نور موارد د خبریالانو او رسنیزو کارمندانو د نیولو دي.

دې مرکز ویلي چې د ۱۴۰۳ کال پر مهال د ګواښ له نورو مواردو څخه لږ تر لږه ۲۳ پېښې د رسنیو د تړل کېدو او یا د فعالیت د بندیز وې چې په دې لړ کې ۱۵ رسنۍ تر اوسه هم بیرته نه دې پرانیستل شوې او یا یې هم کار ولاړ دی.

د افغانستان د خبریالانو په راپور کې ویل شوي چې له نیول شویو خبریالانو څخه ۱۰ تنه یې لا هم په زندان کې دي او څلور تنه یې له دوو څخه تر درو کلونو په بند محکوم شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په اجرا کېدو سره د دې ډلې محتسبینو ته پراخت اختیارات ورکړل شوي دي او هغوی د رسنیو پر کړنو له څار سره-سره چې کله وغواړي په مستقیمه توګه او یا هم د طالبانو د استخباراتو ادارې په ملتیا د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې اقدام کوي.

دې مرکز ویلي چې د روان کال پر مهال او د ژوندي انځور پر خپرولو په بندیز سره د رسنیو د ازادۍ ځپنې بهیر یوې تازه او پیچلې مرحلې ته داخل شوی دی.

د دې مرکز له راپور سره سم، د روان لمریز کال پر مهال طالبانو رسنیو ته لږ تر لږه پنځه دستورالعملونه ورکړي دي.

په دې دستور العملونو کې لږ تر لږه په شپږو ولایتونو کې د رسنیو له لارې د ژوندیو شیانو د انځور پر خپرولو بندیز، د سیاسي او اقتصادي برنامو او ګردیو میزونو پر ژوندي خپرولو بندیز، د طالبانو د قوانینو او پالیسیو په تړاو د ننګوونکو او انتقادي برنامو پر تیارولو او خپرولو بندیز، خپرونو ته د هغو مېلمنو پر رابللو بندیز چې د طالب چارواکو له لوري نه وي تایید شوي او همدا راز د طالب چارواکو د وژنې لپاره د «شهید» او «شهادت» د کلمو الزامي کارول شامل دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز له راپور سره سم، کوم خبریالان چې دې دستورونو ته پام نه کوي نو د لنډمهالي یا دایمي فعالیت د بندیز په شمول له تنبیهي اقداماتو سره مخ کېږي.

په عین مهال کې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال پر مهال پر رسنیو د هدفیز برید او یا هم د رسنیزو کارمندانو د زیانمنېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال د رسنیو او خبریالانو د حقونو د نقض ۱۳۹ پېښې ثبت کړې وې چې په دې لړ کې ۸۰ د ګواښ او ۵۹ د خبریالانو د نیونې وې.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو پراخ بندیزونه لګولي دي.

دې ډلې په ځلونو د رسنیو پر دفتر هجوم ور وړی او د هغوی خبریالان او کارمندان یې نیولي او دفترونه یې ورته تړلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه