د خوړو نړیوال پروګرام: تېره میاشت مو په افغانستان کې له ۷.۵ میلیون وګړو سره خوراکي او نغدي مرسته کړې

Photo: OCHA Afghanistan

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د روان میلادي کال د فبروري میاشتې پر مهال یې په افغانستان کې له ۷.۵ میلیون وګړو سره خوراکي او نغدي مرسته کړې ده.

دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۲۲ د کب) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې دې افرادو ته یې ۵۵ زره او ۹۵۳ میټریک ټنه خوراکي توکي او ۲۰.۵ میلیون ډالر نغد ورکړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په دې لړ کې یې د عمومي غذایي مرستو د برنامې له لارې په افغانستان کې ۶.۱ میلیون متضررو وګړو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.

د دې بنسټ له راپور سره سم، دې افرادو ته ۵۰ زره او ۱۰۵ میټریک ټنه غذایي توکي او ۱۸.۷ میلیون نغد ډالر توزیع شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د فبروري میاشتې پر مهال یې په ښوونځیو کې ۱۵۹ زره او ۳۲۶ ماشومانو ته ډوډۍ، سمبوسه او غني شوي بیسکوټ ورکړي دي.

دې بنسټ ویلي چې د خپلې برنامې «معیشتي نوښت» له لارې یې هم له ۸۰ زره او ۴۰۰ تنو سره د ۶۷ ټنو خوراکي توکو او یو میلیون نغدو ډالرو مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د خپلې برنامې «د مور او ماشوم مرسته» له لارې یې له ۱۰۷ زره او ۵۰۰ حاملو میندو او تر پنځه کلنۍ کمو ماشومانو سره د ۷۵۰ زره نغدو ډالرو مرسته کړې ده.

دې بنسټ همدا راز ویلي چې کوم کډوال له ایران او پاکسان څخه افغانستان ته ستنېږي، له هغوی سره یې هم مرسته کړې او هر یوه ته یې پنځه زره او ۹۰۰ افغانۍ ورکړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیون وګړي د خوراکي ناامنۍ له کړکېچنې او اضطراري مرحلې سره مخ دي، خو د منابعو د کمښت له وجې دوی یوازې له شپږ میلیون وګړو سره مرسته کولای شي.

دې بنسټ ویلي چې بشرپالو خوراکي او کرنیزو مرستو د سختې لوږې د خپرېدو مخه نیولې، خو د وضعیت د دوام او د خرابېدو د مخنیوي لپاره یې بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.

د خوړو د نړیوال پروګرام له راپور سره سم، په افغانستان کې ۳.۵ تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او د تېر کال په پرتله یې پر شمېر ۵۰۰ زره تنه نور هم ور زیات شوي دي.

دې بنسټ ویلي چې ۱.۲ میلیون حاملې او شیدې ورکوونکې ښځې هم په سختې خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د مرستو د کمښت او د ۳۵۰ ګرځنده روغتیایي ډلو او ۴۵۰ روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو له امله په افغانستان کې د تغذیې وضعیت مخ پر ځوړ دی او لیرې پرتې سیمې د خوراکي توکو د ملاتړ له اړینو مرستې بې برخې دي.

دې بنسټ ټینګار کړی چې د تغذیوي برنامو او واکسیناسیون کمپایونو د بیرته پیلولو لپاره بېړني اقدام ته اړتیا ده او په اوږدمهال کې باید د ښځو، ماشومانو او کورنیو لپاره د اړتیا وړ خوراکي رژیم تأمین کړل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه