ننګرهار او لغمان کې د روغتیایي مرکزونو د غیر قانوني فعالیت له امله د خلکو شکایت

اطلاعات روز: د ننګرهار او لغمان اوسېدونکي د دغه ولایتونو په ښارونو او ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو او درملتونونو د غیر قانوني فعالیت، د درملو له لوړې بیې او ټیټ کیفیت څخه شکایت لري.

د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی بلال احمد وایي، د دې ولسوالۍ په ګډون په زیاتره سیمو کې په شخصي معاینه خانو او روغتیایي مرکزونو کې ناروغانو ته په سم ډول صحي خدمات نه وړاندې کېږي.

هغه په ټینګار سره له طالب مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې خپل اقدامات زیات کړي او روغتیايي برخه معیاري کړي.

نوموړي وویل: «په شېرزادو ولسوالۍ کې زیاتره معاینه خانې راجستر نه دي او هم یې درمل بې کیفیته او په لوړ قیمت دي، مسوولو ادارو ته په کار ده چې څارنه وکړي او دا معاینه خانې بندې کړي.»

د نوموړي په خبره، نه یوازې په دغه ولایت کې شخصي کتن‌ځایونه (معاینه‌خانې) غیر قانوني فعالیت کوي، بلکې کارکوونکي یې هم مسلکي کسان نه دي.

په همدې حال کې د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی جاوید وایي، چې په مرکز مهترلام او ولسوالیو کې یوشمېر روغتیايي کارکوونکي او درملتونونه د قانوني اسنادو نشتون سره سره فعالیت کوي او باید مخه یې ونیول شي.

جاوید وویل: «کومې شخصي معاینه خانې چې دلته په قرغیو ولسوالۍ کې دي، په کې درمل پلورونکي او کارکوونکي یې مسلکي ډاکټران نه دي، لازمه ده چې د دوی اسناد برسي شي او دغه راز پر دوی فشار راوړل شي ترڅو بې کیفیته او په لوړه بیه درمل ناروغانو ته ورنه کړي.»

د هغه په خبره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د پلټنې او څارنې کارکوونکو ته پکار ده، چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې پلټنه وکړي او هغه کسان قانون ته وسپاري چې د روغتیا برخه کې غیرې قانوني فعالیت ترسره کوي.

په همدې حال کې روغتیایي چارواکي وایي، چې په مرکز جلال اباد ښار او یوشمېر ولسوالیو کې له درملتونونو او معاینه‌خانو څخه یې څارنه پیل کړې او ګڼ‌شمېر درملتونونه او معاینه‌خانې یې د ناقانونه او نامعیاري فعالیتونو له امله تړلي دي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست لپاره طالب ویاند نقیب الله رحیمي وایي، له څه مودې راهېسې یې په جلال اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې لسګونه ناقانونه درملتونونه، لابراتوارونه، د ناروغانو کتنځایونه او خصوصي روغتونونه له دې امله تړلي چې ناروغیانو ته یې معیاري خدمات نه وړاندې کول.

نوموړی په ټینګار سره وایي، چې په دغه ولایت کې د روغتونونو فعالیتونه معیاري او قانوني کېدو لور ته روان دي او دغه راز یې د یو کال په موده کې سلګونه قلمه تاریخ تېره درمل هم راټول او له منځه وړي دي.

یو شمیر کسان بیا د روغتیایي چارواکو دا اقدام ستایي او ټینګار کوي چې د تاریخ تېره درملو د راټولولو او د ناقانونه روغتیايي مرکزونو د تړلو بهیر دې په راتلونکي کې هم دوام وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه