پاکستان کې د اورګاډي د مسافرو یرغمل نیونه؛ ۱۵۵ برمته شوي خوشې او ۲۷ وسله وال وژل شوي

Photo: @BalochistanPost

اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چې د دې هیواد امنیتي ځواکونو د اورګاډي له یرغمل شویو څخه ۱۵۵ مسافر خوشې کړي او په دې عملیاتو کې ۲۷ وسله وال هم وژل شوي دي.

جیو نیوز د پاکستاني امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې عملیات به د وروستي وسله وال تر ماتې پورې دوام وکړي.

تېره ورځ یو اورګاډی چې ۴۰۰ مسافر یې له کوټې څخه پېښور ته لیږدول، د بلوچستان د بولان په سیمه کې تر برید لاندې راغی.

د دې برید مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکو منلی دی.

امنیتي سرچینو ویلي، چې امنیتي ځواکونه د پاتې یرغمل شویو کسانو د ژغورنې لپاره عملیاتو ته دوام ورکوي.

امنیتي سرچینو څرګنده کړې چې وسله والو چې ځینو یې د ځانمرګو واسکټونه په تن کړي وو، له مسافرو څخه د انساني ډال په توګه کار اخیسته.

دغو سرچینو زیاته کړې چې د یرغمل شویو کسانو د شتون له امله، امنیتي ځواکونه په خورا احتیاط سره عمل کوي.

د کوټې څخه پېښور ته د اورګاډي سفر، چې له ۳۰ ساعتونو څخه زیات وخت نیسي، مختلف تم ځایونه لري او لږ تر لږه د ۱۱ ښارونو څخه تېرېږي، چې پکې سیبي، ژاکوب اباد، روهړي، خانپور، بهاولپور، خانیوال، ساهېوال، لاهور، ګوجرانواله او اسلام‌اباد شامل دي.

د ژغورل شویو مسافرو څخه یو ویلي: «ډزې وشوې، خو د خدای په فضل، پوځ او د ایف سي پرسونل موږ خوندي ځای ته ورسولو.»

په ورته وخت کې، د پاکستان د ریل پټلۍ چارواکو وویلي، چې د بولان میل او جعفر ایکسپریس لاینونه، چې له کوټې څخه د هیواد نورو برخو ته فعالیت کوي، د دریو ورځو لپاره ځنډول شوي دي.

د ریل پټلۍ د چارواکو په وینا، د اورګاډي خدماتو د ځنډولو پریکړه په بولان کې د جعفر ایکسپریس په اورګاډي د برید وروسته شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه