روژه کې د توکو لوړې بیې؛ عام وګړي: د طالبانو د نه څار له کبله بیې لوړې شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د روژې میاشتې په پيل سره په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی محمد عامر ادعا کوي چې هټۍوالو د روژې میاشتې په پلمه د خوراکي توکو بیې په خپل سر لوړې کړي دي.

د هغه په خبره د روژې له میاشتې مخکې د توکو بیې په یوه اندازه او د روانې روژې پرمهال یې بیې د تېر په پرتله لوړې شوي دي.

محمد عامر زیاته کړه: «روژه چې پیل شوې په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي او د هر څیز په بیه کې تر شل یا دیرش افغانیو زیاتوالی راغلی، له یوې خوا روزګار نشته او له بلې خوا روژه او توکو لوړې بیې خلک زیات په تشویش کې کړي دي نو ښاروالۍ ته په کار ده چې بیې کنټرول کړي.»

نوموړی پر هټۍوالو د ښاروالۍ له لوري نه څار او د نرخنامو نشتون هغه لاملونه بولي چې له کبله یې روژه کې په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي دي.

د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی امید وایي، چې نه یوازې د روژې میاشت کې هټۍ‌وال په لوړه بیه توکي پلوري، بلکې هغه غوښه چې په قصابیو کې پلورل کېږي، معلومه نه‌وي چې د کوم څاروي غوښه ده.

هغه وايي، وزګارتیا او د توکو لوړو بیو له خلکو لاره ورکه کړې او غوښتنه کوي چې مسوولین دې بیې کنټرول کړي.

امید وویل: «روژه کې نه یوازې د وړو، غوړیو، بورې او نورو توکو بېې لوړې شوي بلکې د څاریو غوښه هم قیمته شوې ده چې غریب سړی یې داخیستلو توان نه لري، نو په کار ده چې بیې کنټرول شي.»

«د ورځې کراچۍ چلوم خو تر ماښامه پنځوس افغانۍ نشم پیدا کولای، څو روژې مو په نهاره نیولي کورنۍ مې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ ده.»

دا د لغمان د یو اوسیدونکي خیرجان خبرې دي چې له خپل ژوند زړه چاودی او په خبره یې د اقتصادي ستونزو له امله آن په رواني ناروغۍ اخته شوی دی.

نوموړی هم د توکو لوړې بیې اندېښمن کړی او زیاتوي که قیمتونه همداسي لوړ وي، د ده په ګډون ډېری بېوزله کورنۍ به ونه توانېږي چې د اړتیا وړ خوراکي توکې ترلاسه کړي.

خیرجان زیاته کړه: «څلور اولادونه مې دي خو کوچنیان دي او همدا زه د کورنۍ لپاره ګټه وټه په دې کراچۍ کوم، چا راسره دوه زره افغانۍ مرسته کړې وه؛ غوښتل مې چې روژې لپاره کورته توکي واخلم خو هر څه قیمته شوي د بورې، اوړو، غوړیو، چای او هر توکي بیه لوړه شوې ده.»

په همدې حال یو شمېر هټۍوال هم مني چې په روژې میاشت کې د ځینو خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

د جلال اباد ښار یو هټۍوال اسرار الله وایي، چې د روژې پیل او د تورخم لارې تړل کېدل هغه څه وو، چې له امله یې په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي.

اسرالله وویل: «د روژې پیل سره سم تورخم لاره هم بنده شوه نو ځکه خو د توکو بیې په بازارونو کې هم لوړې شوې او دغه راز ځینې سوداګر احتکار کوي او خپل توکي زېرمه کوي، څو بیې لوړې شي نو د دې کار باید مخنیوی وشي.»

بلخوا د جلال اباد ښاروالۍ وایي، د روژې میاشت لپاره یې پر هټۍوالو ځانګړې نرخنامې ویشلي او دغه راز په بازار کې یې د توکو د احتکار مخنیوي په موخه هلې ځلې پیل کړي دي.

د جلال اباد ښاروالۍ لپاره طالب ویاند حامد محمودي له سوداګرو او هټۍوالو څخه غواړي چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې نه کړي.

نوموړی دغه راز له خلکو هم غوښتنه کوي د نرخنامې له ټاکلي نرخ دې په لوړ قیمت توکي نه پيري او د نرخنامو د تطبیق په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.

په همدې حال کې تازه د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم خبرداری ورکړی، چې د روژې میاشتې په رارسېدو سره په افغانستان کې په میلیونونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي او ډېر یې نه پوهېږي چې د کورنۍ اړتیاوې به له کومې لارې برابروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه