خیبرپښتونخوا؛ د بنو په برید کې ۱۳ ملکي وګړي او پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي

DAWN

اطلاعات روز: د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ځانګې ویلي چې د دې هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې پر بنو پوځي مرکز پرونی (سې‌شنبه، ۱۴ د کب) برید پای ته رسېدلی دی او په ترڅ کې یې د ۱۶ بریدګرو په شمول پنځه پاکستاني سرتېري او ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې نن (چهارشنبه، ۱۵ د کب) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په پروني برید کې پوځي مرکز ته نژدې شاوخوا ملکي ودانیو او یوه مسجد ته هم زیان اوښتی دی چې له کبله یې د ۱۳ ملکي وګړو د وژل کېدو په شمول ۳۲ تنه نور ژوبل شوي دي.

پرون پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې پر دې مرکز له درو اړخونو ځانمرګي بریدونه شوي دي او تر دې وروسته نور بریدګر پوځي مرکز ته ننوتلي او له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره په پوځي مرکز کې دننه په جګړه بوخت دي.

بل لور ته، د پاکستاني طالبانو ګل بهادر ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې برید مسوولیت منلی دی او په لسګونو پاکستاني امنیتي ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې د دوی استخباراتي معلومات ښیي چې په دې برید کې افغان وګړي هم ښکېل و او همدا راز یې تور پورې کړی چې دا برید د پاکستاني طالبانو د هغو مشرانو له لوري پلان شوی چې په افغانستان کې مېشت دي.

د پاکستان پوځ پر طالبانو غږ کړی چې باید د پاکستان پر خلاف د افغانستان د خاورې د نه کارول کېدو په تړاو خپل مسوولیت پوره کړي او ګواښ یې کړی چې د داسې بریدونو د مخنیوي لپاره به کوټلي ګامونه واخلي.

مګر پر افغانستان واکمنو طالبانو وخت پر وخت د پاکستان د حکومت دا ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دې چې پاکستاني طالبان په پاکستان کې دننه پر ځینو سیمو واکمن دي او له هغه ځایه فعالیت کوي.

د یادونې وړ ده چې د بنو پر پوځي مرکز د ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې هم د پاکستاني طالبانو له لوري برید شوی و او له امله یې اته پاکستاني پوځیان او ۱۰ بریدګر وژل شوي وو.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو پاکستانۍ ادارې (PICSS) خبر ورکړی چې د تېري فبروري میاشتې پر مهال په پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي او ورسره د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم لوړوالی راغلی دی.

د دې ادارې په وینا، په فبروري میاشت کې په پاکستان کې ۷۹ بریدونه ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ۵۵ ملکي وګړي او ۴۷ امنیتي کسان وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه